د مکه تړون بېخي هېڅ جارحانه مقاصد نه لري، دا يوازې دفاعي مقاصدو او په منطقه كښې امن، پرمختګ او سوكالۍ ته ودې لپاره ده٬ مسلم ليګ ن په آزاد جمو و کشمير كښې د اکثريتي ګوند په توګه رامخئ ته شوے٬ د پرمختګ او سوكالۍ سفر به پېل شي۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف

  اسلام آباد 10 اګست (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي  د مکه تړون بېخي هېڅ جارحانه مقاصد نه لري، دا يوازې دفاعي مقاصدو او په منطقه كښې امن، پرمختګ او سوكالۍ ته ودې لپاره ده، اسلامي نړۍ لپاره دا  لوظ نامه د تقويت سبب ده٬ كلونو راهسې دې لپاره هسې كېدلې، د فتنه الخوارجو په ضد كارروائۍ روانې دي، مسلم ليګ ن په آزاد جمو و …

 

اسلام آباد 10 اګست (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي  د مکه تړون بېخي هېڅ جارحانه مقاصد نه لري، دا يوازې دفاعي مقاصدو او په منطقه كښې امن، پرمختګ او سوكالۍ ته ودې لپاره ده، اسلامي نړۍ لپاره دا  لوظ نامه د تقويت سبب ده٬ كلونو راهسې دې لپاره هسې كېدلې، د فتنه الخوارجو په ضد كارروائۍ روانې دي، مسلم ليګ ن په آزاد جمو و کشمير كښې د اکثريتي ګوند په حېث رامخئ ته شوے٬ د پرمختګ او سوكالۍ سفر به پېل شي، د لاقانونيت او اړي ګړي اجازه به ورنه كړې شي، وړاندېز مو كړے ٶ چې نوې اسمبلۍ ته مقدمه يوسئ ٬ په اكثريت به د كډوالو د چوكو پرېكړه كوٶ٬ څوك چې  د امن سره خبره كول غواړي ھغوي له به موقع وركوٶ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د وفاقي كابينې غونډې ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ وزيراعظم وئيل د جمعې په ورځ په مکة المکرمة كښې د پاکستان، سعودي عرب او ترکيه ترمېنځه دفاعي لوظنامه شوې ده ٬ په هغې د سعودي عرب ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان، د ترکيه صدر رجب طيب اردوان او ما لاسليك كړے۔ ده ووئيل د لسيزو راهسې پاکستان او سعودي عرب په ګډه د حرمين شريفين د حفاظت فريضه سنبهال كړې، تېر كال په دې لړ كښې په رسمي توګه لوظنامه شوې وه، دل لوظنامه  د ھغې لوظنامې پراختيا ده، د دريو واړو هېوادونو ترمېنځه دا لوظنامه په منطقه كښې امن، سلامتيا او خوشحالۍ لپاره ده، ده ووئېل د پاکستان او ترکيه ترمېنځه هم د لسيزو راهسې مرسته موجود ده ٬ د پاکستان، سعودي عرب او ترکيه دفاعي تړون د وړاندې نه د شته مرستې تسلسل دے ۔ وزيراعظم ووئيل د حرمين شريفين د تحفظ ذمه داري د پاکستان اولس او پاك پوځ لپاره مهمه فريضه ده۔ ده واضحه كړه چې درې اړخيزه دفاعي لوظنامه د چا په ضد بېخي جارحيت نه ده ، دا يوازې دفاعي مقاصدو او په منطقه كښې پرمختګ او خوشحالۍ لپاره ده۔  وزيراعظم ووئيل لوظنامه امت لپاره د تقويت سبب ده۔ ده درې اړخيزه لوظنامې لپاره د نائب وزيراعظم و خارجه وزير محمد اسحاق ډار او فيلډ مارشل سيد عاصم منير د هلو ځلو ستائنه وكړه۔ ده ووئيل دا د كلونو د هلو ځلو نتيجه ده۔ وزيراعظم خوږ هېواد څخه د ترهګرۍ بشپړه خاتمې لپاره د قامي عزم پخلي كولو سره ووئيل  ترهګرو په ځينې سيمو كښې د ترهګرۍ بازار ګرم كړے دے٬ په بېلو پېښو كښې زمونږ د پوليس او پاك پوځ چارواكي او ځوانان شهيدان شوي٬ هنګو، سوات او نورو سيمو كښې  د سکيورټي فورسز ځوانانو خپل ځانونه قربان كړي۔ ده ميجر حافظ احسان الٰهي، کيپټن حمزه اکرم او د ډي ايس پي ديار خان پشمول تولو شهيدانو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل  د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې زمونږ مېړنو ځوانانو عظيمې قربانۍ وركړې دي٬ د ترهګرۍ په ضد قربانۍ به عبث نه ځي٬ ان شاء الله خوږ هېواد څخه به يو ځل بيا د ترهګرۍ د لعنت خاتمه وكړې شي۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف د مسلم ليګ ن لارښود او د پخواني وزيراعظم محمد نواز شريف د پخواني ملګري اقبال چنړ په مړينه د افسوس څرګندونې سره د ارواښاد سياسي خدمات ته پېرزوئنې وړاندې كړې۔ وزيراعظم کابينه خبره كړه چې په آزاد جمو و کشمير كښې په ټولټاكنو كښې اولس په مسلم ليګ ن د باور څرګندونه كړې٬ په وړومبو دوه پړاٶنو كښې مسلم ليګ ن واضحه کاميابي ترلاسه كړې ده،  انتخابي نتيجې د قائد محمد نواز شريف په قيادت د باور څرګندونه ده۔ ده ووئيل مسلم ليګ ن به په آزاد کشمير كښې يو ځل بيا د پرمختګ او سوكالۍ سفر پېل كوي۔ ده د آزاد کشمير اولس لخوا د باور په څرګندونه مننه وكړه۔ وزيراعظم ووئيل په يو مهذبه ټولنه كښې هم د لاقانونيت اجازه نشي وركړې كېدې، د مسائلو حل د خبرو د لارې راوستلے كېدې شي۔ ده ووئيل  ځېنې عناصر د آزاد کشمير حالات په قصدً د خرابولو هڅې كوي٬ واضح ثبوت موجود دے چې ھغوي د اغيار په اشارو كار كولو۔ د اليکشن نه وړاندې په مظفر آباد كښې آل پارټيز کنفرنس كښې د يو نه علاوه ټول ګوندونه موجود وٶ٬ چې پكښې د چارو په هر اړخ خبرې شوي ٬ تجويز وركړے شوے ؤ چې د كډوالو د چوكو په اړه د انتخابات نه پس نوې ټاكلې اسمبلۍ ته خپله مقدمه وړاندې كړئ٬ كومه چې به به اکثريت سره د آئين و قانون له مخې پرېكړه كوي او ھغه به قبولې شي٬  ده ووئېل ټولې معاملې ترسره شوې خو ھغوي ضد كولو ٬ بې ځايه ضد څخه چارې جوړې نه شوې ۔ وزيراعظم ووئيل د خبرو اترو  سلسله به د نوې حکومت جوړېدو نه پس مخ په وړاندې بوځو٬ څوك چې دا غواړي چې خرابۍ پېدا كړي ھغوي ته به د اړي ګري خپرولو اجازه ورنه كوٶ٬ خو چې څوك امن٬ تحمل او برداشت سره خبرې كول غواړي نوې حكومت به هغوي ته موقع وركوي۔ وزيراعظم ووئيل جشن آزادي راروانه ده٬ قام  په روايتي او زړه پورې  ډول د آزادۍ جشن لمانځلو چمتوالے نيسي ٬  ده ووئېل صوبو سره په ګډه به 14 اګست په ولوله او جذبه لمانځلو۔ ده ووئيل پاکستان   ترقۍ، امن او خوشحالي پلو روانولو له عزم لرو او پاکستان به په صحيح معنو كښې د قائد پاکستان جوړوو، امانت و ديانت سر به پاکستان ته په نړۍ كښې د عزت مقام وركوٶ۔  دغسې د وزيراعظم په امر د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار محمد يوسف د کابينې په غونډه كښې مېړنو شهيدانو او د اقبال چنړ لوړو درجو لپاره اجتماعي دعا وكړه

مزید خبریں