پاکستان د قازقستان سره په بېلا بېلو څانګو كښې د مرستې لا پراختيا له خوښي لري  ٬ د وزیراعظم  شهباز شریف د قازق سفیر سره خبرې

  اسلام آباد۔10اګست  (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف د قازقستان سره د خپلې ګن اړخيزې شراکت دارۍ لا  مستحکمولو لپاره د عزم څرګندونې سره وئېلي دي  پاکستان د قازقستان  سره سيمه ايزو  رابطو ته ودې وركولو  ، تجارتي روابط زياتولو او د  توان، تعلیم او   اولسي روابط  پشمول  بېلو څانګو كښې مرستې  ته لا پراختيا  وركولو له خوښي لري  ۔ وزیراعظم محمد شهباز شریف سره د قازقستان  پاکستان …

 

اسلام آباد۔10اګست  (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف د قازقستان سره د خپلې ګن اړخيزې شراکت دارۍ لا  مستحکمولو لپاره د عزم څرګندونې سره وئېلي دي  پاکستان د قازقستان  سره سيمه ايزو  رابطو ته ودې وركولو  ، تجارتي روابط زياتولو او د  توان، تعلیم او   اولسي روابط  پشمول  بېلو څانګو كښې مرستې  ته لا پراختيا  وركولو له خوښي لري  ۔ وزیراعظم محمد شهباز شریف سره د قازقستان  پاکستان  كښې سفیر یرژان کستافین د خپلو سفارتي ذمه وارو  په تر سره كولو  د ګل په ورځ  وزیراعظم هاوس  كښې د مخه ښې  ملاقات كولو ۔ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ نه  جاري بیان  تر مخه ملاقات كښې نائب وزیراعظم و خارجه وزیر سینیټر محمد اسحاق ډار او خاص مرستيال طارق فاطمی هم موجود وو ۔ وزیراعظم  قازق سفیر ته د هغه په سفارتي دوره كښې د پاکستان او قازقستان ترمينځه د تاریخي دوستانه اړيكو او د شرېكې  مرستې لا  مضبوطولو كښې د مهم خدمات ستائنه وكړه ۔وزیراعظم په خاص توګه   فروري 2026ء كښې د  قازقستان صدر قاسم جومارت  توقایف د پاكستان دورې  کامیابولو كښې  د سفیر د کردار ستائنه وكړه  د كومې په نتيحه كښې چې د دواړو هېوادونو  اړېكې د سټریټجک شراکت دارۍ كچې ته رسېدلي دي۔  وزیراعظم د صدر توقایف  لپاره د  نیکو هيلو پیغام وركړو او د دې عزم  پخلے يې وكړو چې پاکستان د قازقستان سره ګن اړخيزه  شراکت داري لا مستحکمولو لپاره عزم لري ۔  ده ووئېل دې مقصد  لپاره سيمه ايزو رابطو ته وده وركول ، د تجارتي روابطو زياتول او  د توان، تعلیم او  اولسي كچې روابط بشمول  بېلو څانګو كښې  مرستې ته به لا  پراختيا وركولې شي ۔د قازقستان سفیر یرژان کستافین پخپله  سفارتي موده كښې په مرسته او  معاونت د وزیراعظم مننه وكړه۔ هغه دا باور ولرلو چې د سټریټجک شراکت دارۍ تر مخه  به د پاکستان او قازقستان اړېكو لا پرمختګ روان ساتلے شي ۔ دغس ېوزیراعظم د قازق سفیر سباون كښې کامیابۍ لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔

مزید خبریں