د نائب وزیراعظم اسحاق ډار د ایران خارجه وزیر عباس عراقچي سره  په ټیلیفون خبرې، په سيمه ايزو او نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونه

  اسلام آباد۔10اګست  (اے پي پي)نائب وزیراعظم و خارجه وزیر سینیټر محمد اسحاق ډار د ایران  خارجه وزیر عباس عراقچي سره په ټیلیفون  خبرې وكړې ،دواړو  خارجه وزيرانو  په سيمه ايزو او ڼړيوالو چارو  د  خیالاتو څرګندونه وكړه چې پكښې د سيمې په بدلېدونكې صورتحال او د  امن و استحکام ودې لپاره  روانو هلو ځلو ته پام لرنه وشوه ۔د ګل په ورځ د خارجه دفتر نه جاري بیان  ترمخه …

 

اسلام آباد۔10اګست  (اے پي پي)نائب وزیراعظم و خارجه وزیر سینیټر محمد اسحاق ډار د ایران  خارجه وزیر عباس عراقچي سره په ټیلیفون  خبرې وكړې ،دواړو  خارجه وزيرانو  په سيمه ايزو او ڼړيوالو چارو  د  خیالاتو څرګندونه وكړه چې پكښې د سيمې په بدلېدونكې صورتحال او د  امن و استحکام ودې لپاره  روانو هلو ځلو ته پام لرنه وشوه ۔د ګل په ورځ د خارجه دفتر نه جاري بیان  ترمخه نائب وزیراعظم و خارجه وزیر  د  پاکستان، سعودي عرب او  ترکیه  تر مينځه د تر سره شوې مکه مکرمه مشترکه دفاعي لوظ نامې  د خدوخال  نه هم د ایران خارجه  وزیر خبر كړو ۔ده په دې خبره زور راوړو چې د لوظ نامې  مقصد سټریټجک مرسته مضبوطول  او سيمه ايز امن و سلامتيا  كښې کردار ادا کول دي ۔ خارجه وزير عباس عراقچي د لوظ نامې مهمو نکاتو نه په خبرولو د نائب وزیراعظم و خارجه وزير مننه وكړه ۔ دغسې دواړو خارجه  وزيرانو  د شرېكې خوښې په چارو  نزدې رابطه په ځائے ساتلو ته اتفاق وكړو ۔

مزید خبریں