نائب وزيراعظم و خارجه وزير قام له د پاکستان، سعودي عرب او ترکيه ترمېنځه د “مكه مشترکه دفاعي  لوظ نامې” مباركي وركړه

  اسلام آباد 10 اګست (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار قام له د جمعې په ورځ په 7م اګست كال 2026 په مکة المکرمه كښې د پاکستان، سعودي عرب او ترکيه ترمېنځه په "مكه مشترکه دفاعي تړون" د لاسليك مباركي وركولو سره دا تاريخي لوظنامه د ورورولۍ اړيكو ٬ شريكو اقدارو او امن و سلامتيا لپاره د مشتركه عزم ژوره عكاسي وكړځوله ۔ …

 

اسلام آباد 10 اګست (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار قام له د جمعې په ورځ په 7م اګست كال 2026 په مکة المکرمه كښې د پاکستان، سعودي عرب او ترکيه ترمېنځه په “مكه مشترکه دفاعي تړون” د لاسليك مباركي وركولو سره دا تاريخي لوظنامه د ورورولۍ اړيكو ٬ شريكو اقدارو او امن و سلامتيا لپاره د مشتركه عزم ژوره عكاسي وكړځوله ۔ د ګل په ورځ د خارجه وزارت لخوا د جاري بيان له مخې نائب وزيراعظم په مکه كښې په مشترکه دفاعي لوظنامه د لاسليك په اړه د قام په نامه خپل پېغام كښې ووئيل د مكة المكرمة په  مشتركه دفاعي لوظ نامه لاسليك د پاکستان سعودي عرب او ترکيه سره د اوږدې مودې تزويراتي اړيكو كښې يو مهم ګام دے٬ دا لوظنامه زمونږ منطقې ته رامخې ته د امن او سلامتيا بدلېدونكې چېلنجز مخنيوي په اړه مرسته مضبوطولو لپاره زمونږ د مشتركه عزم څرګندونه ده۔ ده ووئيل زه د دې امر پخلے كول غواړم چې د مکة المكرمة لوظنامه د دفاعي نوعيت وړ ده دا د كوم يو هېواد په ضد نه ده٬ د دې مقصد د بهرني يرغل په ضد اجتماعي بازدار قوت مضبوطول او خپلواكي٬ سيمه ايزه سلامتيا او د اولس دفاع صلاحيت لا مستحكمول دي٬ د مکة المكرمة لوظنامې له مخئ دريو واړو هېوادونو كښې په يو وسله وال بريد به په دريو واړو هېوادونو بريد ګڼلے شي  كوم چې د ملګرو ملتونو د چارټر د آرټيکل 51 له مخې انفرادي او د اجتماعي دفاع  فطري حق سره  سم دے۔ محمد اسحاق ډار ووئيل  پاکستان د شخړو سوله ايز هواري ٬ خپلواكۍ او د نړيوال قانون احترام او په منطقه كښې امن، استحکام او خوشحالۍ ته ودې لپاره پرله پسې عزم لري۔ ده ووئيل دا تړون د تصادم ذريعه نه ده بلكې د طاقت٬ وحدت او د شريكې احترام د لارې امن لپاره زمونږ د اجتماعي عزم څرګندونه ده۔ ده ووئېل وزيراعظم محمد شهباز شريف او چيف آف ډيفنس فورسز فيلډ مارشل سيد عاصم منير په مشرۍ كښې د پاکستان خارجه دفتر دې تاريخي لوظنامې ته په حتمي شكل وركولو كښې كليدي كردار لوبولے دے٬ د پاکستان د قامي مفادات تحفظ او سعودي عرب و ترکيه سره تزويراتي شراکت داري لا مضبوطولو لپاره قيادت او وژن د ستائنې وړ دے

مزید خبریں