د هائر ایجوکیشن کمیشن لخوا د اوورسیز اسکالرشپ د درېم پړاؤ اعلان، د پي ایچ ډي لپاره درخواستونه وغوښتلے شول

  اسلام آباد۔10اګست  (اے پي پي)د هائر  ایجوکیشن کمیشن (ایچ اي سي) لخوا ټاكلے شوو څانګو كښې د ایم ایس/ایم فل نه پس د پي ایچ ډي  تعلیم لپاره د اوورسیز اسکالرشپ د درېم پړاؤ تر مخه وظائف لپاره  درخواستونه غوښتې دي۔ د ایچ اي سي تر مخه ’’اوورسیز اسکالرشپ فار ایم ایس/ایم فل لیډنګ ټو پي ایچ ډي اِن سلیکټډ فیلډز (فیز تھري) لاندې پاکستانو ده كوونكو  ته په …

 

اسلام آباد۔10اګست  (اے پي پي)د هائر  ایجوکیشن کمیشن (ایچ اي سي) لخوا ټاكلے شوو څانګو كښې د ایم ایس/ایم فل نه پس د پي ایچ ډي  تعلیم لپاره د اوورسیز اسکالرشپ د درېم پړاؤ تر مخه وظائف لپاره  درخواستونه غوښتې دي۔ د ایچ اي سي تر مخه ’’اوورسیز اسکالرشپ فار ایم ایس/ایم فل لیډنګ ټو پي ایچ ډي اِن سلیکټډ فیلډز (فیز تھري) لاندې پاکستانو ده كوونكو  ته په اعلیٰ  پوهنتونونو كښې د  تعلیم تر لاسه كولو موقع وركولې شي ۔ د اسکالرشپ تر مخه د کیو ایس یا ټائمز هائر  ایجوکیشن  په نړيواله درجه بندۍ كښې  ټاپ 200 پوهنتونونو كښې د تعلیم  تر لاسه كولو موقعې وركوي  ، دغسې ټاكلے شوو زده كوونكو ته به ټیوشن فیس، وظیفه او  د انشورنس بشمول مکمل مالي معاونت وركولې شي ۔د ایچ اي سي تر مخه  د اسکالرشپ پروګرام لپاره اته  څاڼمكې ټكلې شوي چې پكښې ډیجیټل بدلون او  رامخې ته كېدونكې ټیکنالوجیز، توان، موسمیاتي بدلون و ماحولیات، كر كېله، غذائي تحفظ و زرعي ټیکنالوجي ، صحت، حیاتیاتي ټیکنالوجي و لائف سائنسز، انجینئرنګ و جدید مینوفیکچرنګ، قدرتي و طبعي علوم، سماجي علوم، کاروبار و واكمني او  بین الشعبه جاتي و تزویراتي څاڼګې شاملې دي  ۔ نور تفصیلات او  آن لائن درخواست لپاره د لوړو زده كړو كمېسون  ایچ اي سي  ویب  پاڼه eservices.hec.gov.pk  څخه لارښونه ترلاسه كېدې شي۔

 

مزید خبریں