د پاکستان او فلپائن خپل منځني تجارت تر 500  ملین ډالر رسولو عزم ٬  نجی څانګه او چېمبرز تجارت او اقتصادي اړيكو ته وده وركولو كښې مهم كردار ترسره كولې شي: د فلپائن سفیر ډاکټر ایمانوئل آر فرننډیز اے پی پی سره مركه

  اسلام آباد۔10اګست(اے پی پی) په پاكستان كښې د فلپائن سفير ډاكټر اېمانوئل آر فرننډیز د پاکستان او فلپائن ترمنځه تجارت تر 500 ملین امریکائي ډالر رسولو عزم پخلي كولو سره وئيلي دي د دواړو هېوادونو نجی څانګه او چېمبرز تجارت او اقتصادي اړيكو ته وده وركولو كښې مهم كردار ترسره كولې شي۔دا خبره ده اے پي پي سره خصوصي مركه كښې وكړه۔ ډاکټر ایمانوئل آر فرننډیز ووئيل د پاكستان …

 

اسلام آباد۔10اګست(اے پی پی) په پاكستان كښې د فلپائن سفير ډاكټر اېمانوئل آر فرننډیز د پاکستان او فلپائن ترمنځه تجارت تر 500 ملین امریکائي ډالر رسولو عزم پخلي كولو سره وئيلي دي د دواړو هېوادونو نجی څانګه او چېمبرز تجارت او اقتصادي اړيكو ته وده وركولو كښې مهم كردار ترسره كولې شي۔دا خبره ده اے پي پي سره خصوصي مركه كښې وكړه۔ ډاکټر ایمانوئل آر فرننډیز ووئيل د پاكستان او فلپائن ترمينځه د تجارت حجم 197 ملین امریکائي ډالر دے كوم چې د دواړو هېوادونو حقيقي تجارتي صلاحيت څخه كم دے ٬ له دې كبله دې ته وده وركولو له به نوې لارې څانګې لټول وي۔ فلپائنی سفیر ووئيل فلپائن د آبادۍ لحاظ سره د اېسوسی اېشن آف ساؤتھ ايسټ اېشین نېشنز (آسیان) دويم لوے ماركيټ دے او پاكستان لپاره آسيان د منطقې مهمه دروازه ثابتېدې شي۔ ده ووئيل آسیان سيمه ييزې آزادې تجارتي لوظنامې ته حتمي شكل وركولو څخه وروستو پاکستان د 4 ټریلین امریکائي ډالر آسيان ماركيټ څخه ګټه پورته كولې شي٬ داسې اقتصادي شموليت به د پاكستان سيمه ييز اقتصادي انضمام ، برآمدات او سوئيلي ختيز آسيائي معيشتونو سره تړون ته وده وركولو له مهم سنګ ميل ثابت شي۔ سفیر ووئيل په اسلام آباد كښې د فلپائن سفارتخانه پاکستانی مسافرو ته نورې وېزې جاري كولو او د وېزې عمل آسان جوړولو له اقدامات كوي ، هر كال 5000 څخه زيات پاكستانيان سېلګرۍ له د فلپائن دوره كوي دغسې د فلپائن ګڼ شمېر وګړي د پاكستان د شمالي سيمو ښكلې ځايونو ليدلو له راځي۔ ده ووئيل په اسلام آباد كښې د فلپائن سفارتخانه دا مهال د مياشتې نزدې 320 وېزې جاري كوي۔ ده ووئيل د پاكستان او فلپائن ترمينځه د نېغ په نېغه فضائي رابطې امكان مسترد كېدې نه شي ولې چې نېغ په نېغه پروازونه به سېلګرۍ ٬ كاروباري او اولسي اړيكو ته وده وركولو له مهم وي۔ سفير ووئيل په فلپائن كښې 7600 څخه زياتې جزيرې دي او دغلته د سېلګرۍ بلها موقعې شتون لري۔ ده وئيل د پاکستان او فلپائن ترمينځه د  حلال مصنوعات په څانګه كښې د تجارت او همكارۍ پراخا امكانات شتون لري او دواړو هېوادونو په دې څانګه كښې ښكاره پېشرفت كړے دے۔ سفیر ووئيل د پاكستان او فلپائن ترمينځه د بليو او ګرين اكانومي په څانګو كښې هم د همكارۍ پراخا موقعې دي او دواړو هېوادونو په دې رامخې ته كېدونكو څانګو كښې د همكارۍ امكاناتو لټولو كښې ښكاره پېشرفت كړے دے۔ ده ووئيل د دواړو هېوادونو ځوانان ای کامرس، ډیجیټل انټرپرینیورشپ او ډیجیټل اکانومی ته وده وركولو كښې مهم كردار ترسره كولې شي۔ د فلپائن سفیر زياته كړه چې د پاکستان او فلپائن پوهنتونونه زده كوونكو ته سكالرشپس وركولو له لوظنامو پلو مخ په وړاندې ځي چې ورسره به تعليمي همكاري پياوړې شي او د دواړو هېوادونو ځوانانو له به د يو بل تعليمي او پېشه ورو تجربو څخه د استفادې كولو موقعې په لاس ورشي۔

مزید خبریں