د آزاد کشمیر اولس د ټاكنو په عمل كښې په زړه پورې ګډون كولو سره خپل جمهوري حق وكارولو: د رانا ثناﺀ او انجینئر امیر مقام خبري كنفرنس

  اسلام آباد۔10اګست(اے پی پی) د وزیراعظم د سياسي چارو سلاحكار رانا ثناﺀ او د كشمير ٬ ګلګت بلتستان او سېفران چارو وفاقي وزير انجنيئر امير مقام وئيلي دي د آزاد كشمير اولس د ټاكنو په عمل كښی په زړه پورې ګډون سره خپل جمهوري حق وكارولو  ٬ هغوي په مسلم ليګ (ن) د باور څرګندونه كړې ده٬ مسلم ليګ (ن) ته په درېو كښې دوه برخې اكثريت ترلاسه كيږي …

 

اسلام آباد۔10اګست(اے پی پی) د وزیراعظم د سياسي چارو سلاحكار رانا ثناﺀ او د كشمير ٬ ګلګت بلتستان او سېفران چارو وفاقي وزير انجنيئر امير مقام وئيلي دي د آزاد كشمير اولس د ټاكنو په عمل كښی په زړه پورې ګډون سره خپل جمهوري حق وكارولو  ٬ هغوي په مسلم ليګ (ن) د باور څرګندونه كړې ده٬ مسلم ليګ (ن) ته په درېو كښې دوه برخې اكثريت ترلاسه كيږي او د ټاكنو پړاؤ له بشپړېدو وروستو به د حكومت جوړولو عمل پیل شي ، د پيپلز پارټۍ لخوا د ټګۍ د تورونو كوم كوټلے ثبوت نه دې رامخې ته شوے ، سیاسی ګوندونو له به خپلې خامۍ او كمزورۍ لرې كول وي۔ د ګل په ورځ آزاد جمو وكشمير كونسل اسلام آباد كښې شريك خبري كنفرنس ته خطاب كښې د وزيراعظم سلاحكار رانا ثناﺀ ووئيل آزاد کشمیر او وفاقي حکومت پرلت وهونكو ته وخت وركول مناسب وګڼل ، هغوي بايد احتجاج ختم كړي دغسې چې په پاتې چوكو هم د ټاكنو عمل بشپړ كړے شي٬ ټاكلے حكومت به په جائزو مطالبو عمل كولو سره په جمهوري ډول چارې ترسره كړي۔ ده ووئيل كومو عناصرو چې وسله راغستې ده او د آزاد كشمير اولس د ګمراه كولو هڅه يۍ وكړه هغوي به د قانون سره  مخ كولې شي۔ ده ووئيل پيپلز پارټي د ټګۍ كوم ثبوت وړاندې نه كړے شو۔ چرته چې د پي پي پي كانديد كاميابي ترلاسه كړي دغلته ټاكنې سمې بللې شي او چرته چې د بل ګوند كانديد كامياب شي نو د ټګۍ تور لګولې شي۔ ده ووئيل مسلم ليګ ن د ګلګت بلتستان د ټاكنو نتيجې په پراخه زړه سره قبولې كړې ٬ نن پي پي پي بايد مسلم ليګ ن ته مباركي وركولو سره نتيجې قبولې كړي۔ رانا ثناﺀ ادعا وكړه چې مسلم ليګ ن ته په درېو كښې دوه برخې اكثريت ترلاسه كيږي او د ټاكنو عمل له بشپړېدو وروستو به د حكومت جوړولو عمل پېل شي۔ ده ووئيل څلور چوكو څخه هيله ده چې مسلم ليګ ن په دوو چوكو كاميابي ترلاسه كړي او دغسې پونچھ ډويژن څخه 6 يا 7 چوكۍ ترلاسه كېدې شي۔ مخصوص چوكۍ شاملولو سره به  مسلم لیګ (ن) ته نزدې د 30 غړو د ملاتړ ترلاسه كېدو امكان دے۔ وفاقي وزير انجينئر امير مقام ووئيل  د آزاد كشمير اولس په مسلم ليګ ن د باور څرګندونه كړې ده۔ پي پي پي د سهار څخه د تګۍ شور كوي ، اولس د هغوي په لوظونو او كاركردګۍ باور ونه كړو۔ هغوي بايد خپلې خامۍ او كمزورۍ لرې كړي۔ وفاقی وزیر د آزاد کشمیر د اولس مننې كولو سره ووئيل كشميري اولس په مسلم ليګ ن د باور څرګندونه كړې ده۔ ده ووئيل په آزاد كشمير كښې د دومره زياتو خلقو د ووټونو اچولو له راوتل د رياست كاميابي ده۔ وفاقی وزیر ووئيل سياسي ګوندونه بايد خپلې كمزورۍ لرې كړي٬ ستاسو وزيراعظم سكيورټي لري او دا وئيلې شي چې چيف الېكشن كمشنر سكيورټي نه ده وركړې۔ پرلت وهونكو ته خطاب كښې ده ووئيل د هغوي د لاسه د دغې ځائے استازي د اسمبلۍ څخه بهر دي۔ مونږخبرو كولو ته چمتو يو ، د هېواد ګټې لپاره مونږ ټول په يوه كشتۍ كښې ناست يو۔

مزید خبریں