ايف بي آر دې د ريونيو ټاكلے هدف سر كولو لپاره انفورسمنټ اقدامات ګړندي كړي۔ وزيراعظم شهباز شريف

  اسلام آباد 10 اګست (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د ايف بي آر په اصلاحات عملدرآمد لا ګړندي كولو او ان لينډ ريونيو لپاره مجوزه فيس ليس نظام په وخت د بشپړولو امر  سره ووئيل  د ايف بي آر چيئرمين او سينئر افسران دې هره مياشت كراچۍ سره سره په لاهور كښې هم دوه ورځې قيام كوي ٬ په ټولو حساس چوكو دې د ښه شهرت وړ …

 

اسلام آباد 10 اګست (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د ايف بي آر په اصلاحات عملدرآمد لا ګړندي كولو او ان لينډ ريونيو لپاره مجوزه فيس ليس نظام په وخت د بشپړولو امر  سره ووئيل  د ايف بي آر چيئرمين او سينئر افسران دې هره مياشت كراچۍ سره سره په لاهور كښې هم دوه ورځې قيام كوي ٬ په ټولو حساس چوكو دې د ښه شهرت وړ او ايماندار افسران او اهلكار تعينات كړے شي۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د وزيراعظم په مشرۍ كښې په ايف بي آر كښې د روانو اصلاحاتو په اړه د جاج اغستو اوونيزه غونډه د ګل په ورځ وشوه ۔ غونډې ته خپلې وېنا كښې وزيراعظم په ايف بي آر اصلاحات عملدرآمد لا د تندولو امر وكړو۔ده ووئيل  د کاروباري ورورولۍ د ټېكس په روان اصلاحات د زياتېدونكي باور هركلے كوٶ۔ وزيراعظم امر وكړو چې د اېف بي آر چيئرمېن او سينئر افسران دې هره مياشت كراچۍ سره سره په لاهور كښې هم دوه ورځې قيام كوي ٬ ايف بي آر دې د ريونيو مقرره هدف سر كولو لپاره انفورسمنټ اقدامات ګړندي كړي۔ وزيراعظم ايف بي آر ته د قاچاق٬ د ټېكس غلا او د غېر قانوني كاروبار په ضد د موثره انفورسمنټ جاري ساتلو امر وكړو۔ ده د ايف بي آر لخوا  په چکوال او صوابۍ كښې د سګريټ جوړولو د غېر قانوني كارخانو په ضد د اقدامات ډاډګيرنه وكړه۔ وزيراعظم دا هم امر وكړو په ټولو حساس چوكو د ښه شهرت وړ او ايماندار افسران او اهلكار تعينات كړئ ۔ ده امر وكړود ان لينډ ريونيو لپاره مجوزه فيس ليس نظام  په وخت تر سره كولو  او د فيس ليس نظام  مکمل رول آوټ كول تر كال  2027 بازري كرئ ۔ وزيراعظم ته بريفنګ كښې ووئېل شول چې د فيس ليس ان لينډ ريونيو نظام ورومبے پراؤ  به د اکتوبر 2026ء د وړومبۍ نېټې نه فعاله شي ، اے آئي او په  جديد ټيکنالوجۍ اډڼه فيس ليس نظام د ايف بي آر  اوسني ډيجيټائزيشن اصلاحات مهمه برخه ده ، په دې  نظام كښې د ټيکس ګوشوارو آډټ لپاره نيشنل فيس ليس آډټ ونګ او  اسيسمينټ لپاره فيس ليس اسيسمينټ يونټ شامل دي ۔  د بريفنګ تر مخه فيس ليس نظام كښې د ټيکس کيسز  اختيار د جغرافيائي حدود نه  يو خوا په رينډم بنيادونو به بېلولې شي ۔ چيئرمين ايف بي آر  د وزيراعظم په امر د هرې مياشت په وړومبۍ اوونۍ كښې  کراچۍ د پاتي كېدو او   د کاروباري ورورولۍ سره په  ملاقاتونو هم بريفنګ وركړو   چې پكښې ووئېل شول کراچۍ كښې  د اوو  لويو تجارتي ادارو استازو سره ملاقاتونه شوي  او د هغوي مسائل اورېدلې شوي،  کراچۍ كښې د استوګنې  په مهال کاروباري ورورولۍ ته پیښې  مسائلې سدستي حل کړې شوې۔ چيئرمن ايف بي آر ووئېل د برآمد کوونكو د ټيکس ريفنډز لپاره  ټائم باونډ ايس او پيز جاري کولې شي ۔ وزيراعظم ته  د وركړي  بريفنګ  تر مخه چکوال كښې د غير قانوني سګريټ فيکټرۍ خلاف په انټيلي جنس بيسډ کارروائۍ كښې فيکټري سيل کړې شوې  ، غير قانوني سګريټ او  مشينري قبضه كړې شوې  ، دغسې صوابۍ كښې  همد  غير قانوني سګريټ فيکټرۍ خلاف انټيلي جنس بيسډ کارروائي شوې ۔ غونډه كښې  وفاقي وزريرانو  اعظم نذير تارړ، ډاکټر مصدق مسعود ملک، احد خان چيمه، محمد اورنګزيب، عطاء الله تارړ، شزا فاطمه خواجه،  خاص مرستيال هارون اختر، ګورنر سټيټ بينک جميل احمد او د اړوند  اداروں لوړ پوري شريك وو۔

مزید خبریں