د مذهبي چارو وزارت او حبيب بينک ترمېنځه د كال 2027 حج په اړه د مفاهمت يادداښت لاس ليك شو

  اسلام آباد 10 اګست (اے پي پي) مذهبي چارو وزارت او حبيب بينک ترمېنځه د كال 2027 حج په  اړه د مفاهمت يادداښت لاس ليك شوے دے ٬ 17 اګست څخه به په دې لړ كښې درخواستونه جمع كول پېل شي، د سرکاري سکيم له مخې د حج كوونكو شمېره يو لك 7 زره 526 ده كوم به چې وړومبۍ راشۍ او وړومبۍے ترلاسه كرئ په بنياد وركولې شي۔ …

 

اسلام آباد 10 اګست (اے پي پي) مذهبي چارو وزارت او حبيب بينک ترمېنځه د كال 2027 حج په  اړه د مفاهمت يادداښت لاس ليك شوے دے ٬ 17 اګست څخه به په دې لړ كښې درخواستونه جمع كول پېل شي، د سرکاري سکيم له مخې د حج كوونكو شمېره يو لك 7 زره 526 ده كوم به چې وړومبۍ راشۍ او وړومبۍے ترلاسه كرئ په بنياد وركولې شي۔ د ګل په ورځ د مذهبي چارو وزارت وفاقي وزير سردارمحمد يوسف د وفاقي سيکرټري ابرار احمد مرزا  او د حبيب بينك چارواكو سره پرېس كنفرنس ته خپلې وېنا كښې ووئيل حج په بشپړه توګه ډيجيټائز كړے شوے، حج كوٶنكي د انتظار او د اوږدو قطارونو نه ساتل غواړو، ټول حج كوٶنكي د كور څخه درخواستونه جمع كولې شي۔ ده ووئيل حبيب بينک حج پارټنر جوړ كړے شوے٬ وفاقي وزير سردارمحمد يوسف ووئيل  د حج درخواستونو ډيجيټل کولو مقصد سپېځلتيا باوري كول او د چېنكنګ نظام بهتر كول٬ شارټ حج لپاره 30 زره كوټه مقرر كړې شوې ده، د سرکاري سکيم د درخواستونو كوټه بشپړېدو سره به د درخواستونو وصولي بندوٶ، نجي حج كوٶنكي به هم د پاك حج ايپ د لارې د نجي آپريټرز انتخاب كولې شي، د پرائيويټ سکيم حج كوٶنكې دې هم ادائيګي د پاك حج ايپ نه علاوه ونه كړئ۔ وفاقي وزير ووئيل چد درخواست وصولۍ سره به د حج د خرڅونو وړومبے قسط وصولې شي او دوېم به د اکتوبر په وړومبۍ اوونۍ كښې وصولې شي۔ لانګ حج لپاره پيکج به  12 لکه او شارټ حج  لپاره به 13 لکه روپۍ وي٬ وفاقي وزير سردارمحمد يوسف ووئيل  نجي حج آپريټرز له به هم پاك حج ايپ كارول وي۔ د يوې پوښتنې په ځواب د مذهبي چارو وفاقي وزیر سردار محمد یوسف ووئيل په حج اپرېشن كښې شاملېدو لپاره ټولو بنېكونو درخواستونه وركړي وٶ خو دا معيار يوازې حبیب بینك ترسره كړے٬ نورو بېنكونو د ډیجیټائزیشن معيار پورا نه كړے شو۔ ده ووئيل حبیب بینك به د حج كوونكو څخه ګټه نه اخلي۔ د يوې پوښتنې په ځواب د مذهبي چارو وفاقي سیکرټري ابرار احمد مرزا ووئيل د نوي نظام مقصد سپېځلتيا ده٬ د دې نه وړاندې نجي حج كوٶنكو څخه د فراډ ګېلې رامخئ ته شوې وې او د درخواستونو په جمع كولو كښې هم ستونزې رامخې ته وې، اوس به د پاسپورټ آفس ډیټا څخه مرسته تر لاسه كولې شي، حج كوونكو لپاره فارم جمع کول آسان كړے شوے ٬ ابرار احمد مرزا ووئيل  حبیب بینک به حج كوونكو ته موبائل خدمات هم وركوي

مزید خبریں