د آئين برلاسے ٬ د قانون واكمنۍ او د پارليماني رواياتو وده د قامي يووالي ٬ ملكي استحكام ٬ تلپاتي پرمختګ او د اولسي سوكالۍ ضمانتونه دي: سردار اياز صادق

  اسلام آباد۔10 اګست(اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق وئيلي دي  د دستور ساز اسمبلۍ جوړېدل د پاكستان د قامي او پارليماني تاريخ يو تاريخي سنګ ميل ؤ كوم چې په هېواد كښې د آئيني ٬ جمهوري او پارليماني نظام مضبوط بنياد كېښودو ٬ پارليماني جمهوريت د  پاكستان د رياست اساس دے٬ ښكاره ثبوت يۍ د پارليمان په 10 اګست او د مملكت پاكستان په 14 …

 

اسلام آباد۔10 اګست(اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق وئيلي دي  د دستور ساز اسمبلۍ جوړېدل د پاكستان د قامي او پارليماني تاريخ يو تاريخي سنګ ميل ؤ كوم چې په هېواد كښې د آئيني ٬ جمهوري او پارليماني نظام مضبوط بنياد كېښودو ٬ پارليماني جمهوريت د  پاكستان د رياست اساس دے٬ ښكاره ثبوت يۍ د پارليمان په 10 اګست او د مملكت پاكستان په 14 اګست 1947 جوړېدل دي٬ د آئين برلاسے ٬ د قانون واكمني او د پارليماني رواياتو وده د قامي يووالي ٬ ملكي استحكام ٬ تلپاتي پرمختګ او د اولسي سوكالۍ ضمانتونه دي۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده د دستورې ساز اسمبلۍ 79 مې سالګرې په موقع خپل پېغام كښې وكړه۔ سپیکر ووئيل په 10 اګست 1947ء كراچۍ كښې د دستور ساز اسمبلۍ اولنۍ غونډه د  پاكستان د بانيانو د جمهوري وژن عملي تعبير ؤ ۔ ده ووئيل په رياستي ادارو كښې مؤثر كردار ترسره كولو له به ځوان كول د پاكستان آئيني ارتقاﺀ ٬ پارليماني تاريخ او جمهوري رواياتو څخه خبرول وي۔ سپیکر ووئيل پارليمان د اولس د هيلو ترجماني كونكې اداره ده كومه چې د مؤثرې ٬  سمدستي او اولس دوسته قانون سازۍ د لارې اولس ته د پېښو مسئلو حل باوري كوي۔ ده ووئيل موجودہ پارلیمان قانون سازی لا مؤثر كولو او پارليماني كارروايۍ كښې سپېځلتيا ته ودې وركولو له جدي ګامونه پورته كوي۔ ده ووئيل دا تاريخي ورځ مونږ ته د آئيني ادارو د احترام  ٬ جمهوري اقدارو ته د ودې وركولو او د اولسي نمائندګۍ تقدس لا مضبوطولو د عزم د پخلي كولو موقع راكوي۔ په دې موقع ډپټي سپيكر سيد غلام مصطفی شاه ووئيل د دستور ساز اسمبلۍ جوړېدو سالګره د بانيان  پاكستان جمهوري وژن ٬ آئيني اصولو او د اولسي خذمت د عزم د پخلي ورځ ده۔ ده ووئيل پارليمان د وفاق علامت ٬ د قامي يووالي مظهر او د اولس اجتماعي غږ دے۔ ده زياته كړه چې مؤثر قانون سازی، سپېځلې واكمني او مضبوطې جمهوری ادارې د يو مستحكم ٬ سوله ايز او سوكاله پاكستان بنيادونه دي او پارليمان به د دې قامي مقصد ترلاسه كولو له خپلې آئيني ذمه وارۍ په بشپړ ډول ترسره كوي

مزید خبریں