اسلام آباد 10 اګست (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار بيګا د کانګو صدر فيلکس آنتوان تشيسکيدي تشيلومبو او د ګني بساؤ پخوانې صدر جنرل عمرو سيسوکو ايمبالو سره مشتركه خبرې وكړې۔ د ګل په ورځ د خارجه وزارت لخوا د جاري بيان له مخې نائب وزيراعظم و خارجه وزير دوي د پاکستان، سعودي عرب او ترکيه ترمېنځه په مكه كښې د اوسنۍ …
نائب وزيراعظم محمد اسحاق ډار د کانګو صدر او د ګني بساؤ پخواني صدر سره خبرې٬ د مكه دفاعي لوظنامې اهميت نه خبر كړے شول
اسلام آباد 10 اګست (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار بيګا د کانګو صدر فيلکس آنتوان تشيسکيدي تشيلومبو او د ګني بساؤ پخوانې صدر جنرل عمرو سيسوکو ايمبالو سره مشتركه خبرې وكړې۔ د ګل په ورځ د خارجه وزارت لخوا د جاري بيان له مخې نائب وزيراعظم و خارجه وزير دوي د پاکستان، سعودي عرب او ترکيه ترمېنځه په مكه كښې د اوسنۍ مشتركه دفاعي لوظنامې د خدوخال او د دې د اهميت نه خبر كړو۔ ده ووئيل دا لوظنامه به ستراتېژك مرسته لا قوي كولو او په منطقه كښې امن، استحکام او د سلامتيا وده كښې مرستياله ثابت شي۔ نائب وزيراعظم او صدر تشيسکيدي د پاکستان او جمهوريه کانګو په شريكو اړيكو د خيالاتو څرګندونه هم وكړه او د لوړې كچې روابطو پشمول دوه اړخيزه مرستې لا د قوي كولو اهميت ته يې اتفاق وكړو ۔ دغسې په دې مهال نائب وزيراعظم صدر تشيسکيدي او د عوامي جمهوريه کانګو لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه









