اسلام آباد۔10اګست(اے پی پی) نائب وزیراعظم/ خارجه وزير اسحاق ډار تېره شپه د كوېت خارجه وزير شېخ جراح جابر الاحمد الصباح سره ټېلېفوني خبرې وكړې۔ د ګل په ورځ د خارجه وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې د كوېت خارجه وزير د پاکستان، سعودی عرب او ترکیه ترمينځه په مكه ګډ دفاعي تړون نائب وزيراعظم اسحاق ډار له مباركي وركړه۔ دواړو لارښودو په سيمه ييزه وضعه او په …
د نائب وزيراعظم / خارجه وزير اسحاق ډار كوېتي خارجه وزير شېخ جراح جابر الاحمد الصباح سره ټېلېفوني خبرې
اسلام آباد۔10اګست(اے پی پی) نائب وزیراعظم/ خارجه وزير اسحاق ډار تېره شپه د كوېت خارجه وزير شېخ جراح جابر الاحمد الصباح سره ټېلېفوني خبرې وكړې۔ د ګل په ورځ د خارجه وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې د كوېت خارجه وزير د پاکستان، سعودی عرب او ترکیه ترمينځه په مكه ګډ دفاعي تړون نائب وزيراعظم اسحاق ډار له مباركي وركړه۔ دواړو لارښودو په سيمه ييزه وضعه او په خاص توګه د بېت المدس په صورتحال هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ په دې مهال د پاكستان او كوېت اړيكو او د شريكې خوښې چارو جاج واغستے شو۔ دغسې د كوېت خارجه وزير د پاكستان اوسنۍ دورې څخه وروستو به شوي پېشرفت او په مهمو څانګو كښې د همكارۍ او سرمايه كارۍ ته لا وده وركولو سره په اړوندو چارو هم خبرې وشوې۔دواړو لارښودو يو بل سره نزدې رابطه كښې په پاتې كېدو او د مشاورت په روان ساتلو اتفاق وكړو۔









