اسلام آباد۔9 اګست(اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني وئيلي دي چې په 10 اګست 1947 د دستور ساز اسمبلۍ اولنۍ غونډې د پاكستان پارليماني سفر پېل كړو او دا د بانيان پاكستان د جمهوري هيلو څرګندونه وه ، جمهوریت، د آئين برلاسي ٬ د قانون حكمراني او مضبوطې پارليماني ادارې قامي يووالي ٬ سياسي ثبات ٬ تلپاتي پرمختګ او اولسي سوكالۍ له ضروري دي۔ د اتوار …
مضبوط پارليمان او آئيني برلاسي د پاكستان پرمختګ لپاره ضروري ده: د سېنېټ چيئرمېن

مزید خبریں
اسلام آباد۔9 اګست(اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني وئيلي دي چې په 10 اګست 1947 د دستور ساز اسمبلۍ اولنۍ غونډې د پاكستان پارليماني سفر پېل كړو او دا د بانيان پاكستان د جمهوري هيلو څرګندونه وه ، جمهوریت، د آئين برلاسي ٬ د قانون حكمراني او مضبوطې پارليماني ادارې قامي يووالي ٬ سياسي ثبات ٬ تلپاتي پرمختګ او اولسي سوكالۍ له ضروري دي۔ د اتوار په ورځ سېنېټ سېكرټرېټ لخوا جاري شوي بيان كښې د سېنېټ چئيرمېن ووئيل پارلیمان د قانون سازۍ، مکالمې او جمهوری مباحثې د لارې د اولس د هيلو حقيقي وياند دے۔ ده په ټولو سياسي قوتونو زور راوړو چې هغوي دې د قام په پراخا ګټه كښې د زغم ٬ متقابل احترام او مكالمې په څير پارليماني رواياتو ته وده وركړي۔ سید یوسف رضا ګیلانی جمهوريت ٬ آئيني حكمرانۍ او د مؤثر پارليماني ادارو استحكام لپاره د سېنېټ د عزم پخلے وكړو۔ ده ووئيل “مضبوط پارلیمان د مضبوط وفاق او مستحکم او سوكاله پاكستان بنياد دے۔ دا زمونږ اجتماعي ذمه واري ده چې مونږ د خپل جمهوري ميراث تحفظ وكړو او دا راتلونكو نسلونو لپاره لا مضبوط كړو۔










