اسلام آباد۔9اګست (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وزارت د افغان طالبان پاكستان څخه افغانستان ته د وسلې قاچاق ادعا بې بنسټه او د حقائقو منافي ګرځولو سره مسترد كړې ده۔ د اطلاعاتو او خپرونو وزارت لخوا د اتوار په ورځ په جاري شوي بيان كښې وئيلې شوي دي چې دا ادعا د مسلمه حقائقو منافي او د نړيوال پام بنيادي مسئلې څخه بل پلو د ګرځولو هڅه ده۔ …
د افغان طالبان پاكستان څخه افغانستان ته د وسلې قاچاق ادعا بې بنسټه ده: داطلاعاتو وزارت

مزید خبریں
اسلام آباد۔9اګست (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وزارت د افغان طالبان پاكستان څخه افغانستان ته د وسلې قاچاق ادعا بې بنسټه او د حقائقو منافي ګرځولو سره مسترد كړې ده۔ د اطلاعاتو او خپرونو وزارت لخوا د اتوار په ورځ په جاري شوي بيان كښې وئيلې شوي دي چې دا ادعا د مسلمه حقائقو منافي او د نړيوال پام بنيادي مسئلې څخه بل پلو د ګرځولو هڅه ده۔ افغانستان د امریکائي او اتحادی ځواكونو وتلو څخه وروستو د هغوي پرېښودلې شوې عصري وسله او پوځي سامان لري۔ ددې سامان د ماليت تخمينه 7.2 ارب امریکائي ډالر لګولې شوې ده۔ په بيان كښې وئيلې شوي دي چې په افغنستان كښې له څو لسيزو راروانو شخړو څخه جمع شوې د سوويت دورې وسلو زېرمې هم موجود دي٬ دا زېرمې په افغان خاوره د وسلې د موجودګۍ يو مهم سبب دے، داسې وسلې پاكستان ته د منسوب كولو هڅه نړيوال پام اصل او زياتو سنګينو مسئلو څخه بل پلو كول دي۔ په بيان كښې زياته كړې شوې ده چې دا معامله په افغان خاوره د ترهګرو ډلو موجودګۍ او فعاليتونو سره د اړوندې مهمې اندېښنې وروستو كولو مترادف ده۔ په افغان خاوره ترهګرو ته اوس هم پناه ٬ سهولت كاري او د كارروائيو آزادي ترلاسه ده۔ د اطلاعاتو او خپرونو وزارت خپل بيان كښې ووئيل چې دا ډلې افغان خاورې څخه په پاكستان كښې د ترهګرۍ منصوبه بندي ٬ معاونت او كارروائيو كښې بوختې دي٬ افغان طالبان له به د بې بنسټه تورونو لګولو په ځاې په خپله خاوره د موجود ترهګرو پټ ځايونو خلاف مؤثره كارروائي كول وي۔ په بيان كښې دا هم وئيلې شوي دي چې افغان چارواكي دې د خپلو لوظونو پالل باوري كړي او افغان خاوره دې د پاكستان يا كوم هم هېواد خلاف ترھګرۍ له كارولو له ورنكړي۔










