د پارليمان مضبوطيا ٬ د آئين سرلوړي او د جمهوري عمل تسلسل د يو مستحكم او روښانه پاكستان ضمانت  دے: د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق

اسلام آباد۔9 اګست(اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق وئيلي دي د دستور ساز اسمبلۍ جوړېدل د پاكستان د قومي او پارليماني تاريخ يو تاريخي سنګ ميل و٬ كوم چې په هېواد كښې د آئيني ٬ جمهوري او پارليماني نظام مضبوط بنياد كېښود۔ ده ووئيل پارليماني جمهوريت د رياست پاكستان اساس دے او د دې ښكاره ثبوت دا دے چې د پاكستان پارليمان په 10 اګست جوړ …

اسلام آباد۔9 اګست(اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق وئيلي دي د دستور ساز اسمبلۍ جوړېدل د پاكستان د قومي او پارليماني تاريخ يو تاريخي سنګ ميل و٬ كوم چې په هېواد كښې د آئيني ٬ جمهوري او پارليماني نظام مضبوط بنياد كېښود۔ ده ووئيل پارليماني جمهوريت د رياست پاكستان اساس دے او د دې ښكاره ثبوت دا دے چې د پاكستان پارليمان په 10 اګست جوړ شو او مملكت پاكستان هم په دغه پارليمان كښې په 14 اګست 1947 د نړۍ په نقشه د يو ځلنده ستوري په څير رامخې ته شو۔ ده ددې خيالاتو څرګندونه د دستور ساز اسمبلۍ جوړېدو 79مې سالګرې په موقع خپل پېغام كښې وكړه۔ د قومي اسمبلۍ سېكرټرېټ لخوا د اتوار په ورځ د جاري شوي بيان پرېس ريليز له مخې سپيكر ووئيل په  10 اګست 1947 كراچۍ كښې شوې د دستور ساز اسمبلۍ اولنۍ غونډه د بانیانِ پاکستان د جمهوري وژن عملي تعبير و۔ ده ووئيل دا تاريخي ورځ مونږ ته د آئيني ادارو د احترام كولو ٬ جمهوري اقدارو ته د ودې وركولو او د اولسي نمائندګۍ تقدس لا مضبوطولو عزم پخلي كولو موقع راكوي۔ ده ووئيل په رياسي ادارو كښې مؤثر كردار ترسره كولو له  به ځوان كول د پاكستان آئيني ارتقاﺀ ٬ پارليماني تاريخ او جمهوري رواياتو څخه خبرول وي۔ په دې موقع ډپټي سپيكر سيد غلام مصطفی شاه وويل د دستور ساز اسمبلۍ جوړېدو سالګره د بانيان  پاكستان جمهوري وژن ٬ آئيني اصولو او د اولسي خذمت دعزم پخلي ورځ ده۔ ده ووئيل پارليمان د وفاق علامت ٬ د قامي يووالي مظهر او د اولس اجتماعي غږ دے۔ ده زياته كړه چې مؤثر قانون سازی، سپېځلې حكمراني او مضبوطې جمهوری ادارې د يو مستحكم ٬ سولييز او سوكاله پاكستان بنياد دي او پارليمان به د دې قامي مقصد ترلاسه كولو له خپلې آئيني ذمه وارۍ په بشپړ ډول ترسره كوي۔

مزید خبریں