مكه لوظنامه په بشپړه توګه د دفاعي نوعيت ده ٬ مقصد يۍ د كوم هم هېواد خلاف كارروائي كول نه دي: نائب وزيراعظم / خارجه وزير اسحاق ډار

اسلام آباد۔9 اګست(اے پی پی) نائب وزيراعظم / خارجه وزير اسحاق ډار د دې خبرې سپيناوې كړې دې چې مكه لوظنامه په بشپړه توګه د دفاعي نوعيت ده او مقصد يۍ د كوم هم هېواد خلاف كومه كارروائي كول نه دي ، بلكې منطقه كښې امن ٬ ثبات او سوكالۍ له روانې هڅې لا مضبوطول دي، هر يو هغه هېواد په دې كښې شاملېدې شي كوم چې د لوظنامې د …

اسلام آباد۔9 اګست(اے پی پی) نائب وزيراعظم / خارجه وزير اسحاق ډار د دې خبرې سپيناوې كړې دې چې مكه لوظنامه په بشپړه توګه د دفاعي نوعيت ده او مقصد يۍ د كوم هم هېواد خلاف كومه كارروائي كول نه دي ، بلكې منطقه كښې امن ٬ ثبات او سوكالۍ له روانې هڅې لا مضبوطول دي، هر يو هغه هېواد په دې كښې شاملېدې شي كوم چې د لوظنامې د بنيادي اصولو د رعايت او احترام ، همكارۍ او سوله ييزو سرچينو دلارې اختلافات ختمولو له چمتو وي۔ د اتوار په ورځ په اېكس خپل پېغام كښې نائب وزير اعظم ووئيل د تېرو دوه ورځو په مهال مكه ګډ دفاعي تړون سره د اړوند روان بحث او د اولس د خوښې په تناظر كښې زه ددې لوظنامې وضاحت كوم۔ ده ووئيل مكه ګډ دفاعي تړون كوم چې پاكستان ٬ تركيه او سعودي عربستان په 7 اګست 2026 لاس ليك كړے دے د درې واړو هېوادونو د مشرتابه او اولس ترمينځه د ژورو اړيكو عكاسي كوي۔ ده ووئيل دا تړون د دې هېوادونو ترمينځھ دوه اړخيزه يا ګڼ اړخيزه لوظنامې يا نورو هېوادونو يا تنظيمونو سره موجوده لوظنامې نه منسوخ كوي او نه بدلوي۔  په درې واړو هېوادونو كښې په كوم يو هېواد بريد به په درې واړو هېوادونو بريد ګڼلے شي۔ او دا د ملګرو ملتونو د چارټر آرټيكل 51 لاندې د انفرادي او اجتماعي دفاع فطري حق سره هم آهنګ دے۔ ده ووئيل مكه لوظنامه په بشپړه توګه د دفاعي نوعيت ده او مقصد يۍ د كوم هم هېواد خلاف كومه كارروائي كول نه دي ، بلكې منطقه كښې امن ٬ ثبات او سوكالۍ له روانې هڅې لا مضبوطول دي، هر يو هغه هېواد په دې كښې شاملېدې شي كم چې د لوظنامې د بنيادي اصولو د رعايت او احترام ، همكارۍ او سوله ييزو سرچينو دلارې اختلافات ختمولو له چمتو وي۔ده ووئيل دا لوظنامه زمنوږ د خارجه پالېسۍ بنيادي اصولو سره هم هم آهنګ ده۔ نائب وزیر اعظم ووئيل پاكستان په منطه كښې ټولو ورونړو هېوادونو سره تلپاتي امن او ثبات لپاره نزدې همكاري روانه ساتلو كښې خوښي لري۔ ده ووئيل مونږ د شخړو سولييز حل ته وده وركولو او خپلو قامونو لپاره د زيات خوندي ٬ مستحكم او سوكالۍ سباؤن جوړولو په عزم ولاړ يو۔

مزید خبریں