اسلام آباد۔9 اګست(اے پی پی) د توان وفاقي وزير سردار اوېس احمد خان لغاري د پاکستان، ترکیه او سعودی عربستان جوائنټ ډیفنس اېګریمنټ پاكستاني اولس لپاره درناوي او د وياړ وړ ګرځولو سره وئيلي دي د درې واړو هېوادونو امن او سلامتيا لپاره يو ځاې كېدل د وياړ خبره ده۔ د اتوار په ورځ په خپل بيان كښې ده ووئيل د پاکستان، ترکیه او سعودی عرب همكاري د كوم هم …
د پاکستان، ترکیه او سعودی عربستان جوائنټ ډیفنس اېګریمنټ پاكستاني اولس لپاره درناوي او د وياړ وړ دے: سردار اوېس لغاری

مزید خبریں
اسلام آباد۔9 اګست(اے پی پی) د توان وفاقي وزير سردار اوېس احمد خان لغاري د پاکستان، ترکیه او سعودی عربستان جوائنټ ډیفنس اېګریمنټ پاكستاني اولس لپاره درناوي او د وياړ وړ ګرځولو سره وئيلي دي د درې واړو هېوادونو امن او سلامتيا لپاره يو ځاې كېدل د وياړ خبره ده۔ د اتوار په ورځ په خپل بيان كښې ده ووئيل د پاکستان، ترکیه او سعودی عرب همكاري د كوم هم جارحيت مخنيوي لپاره ده او ددې درې واړو هېوادونو يو ځاې كېدل په خپل منطقه كښې د امن بحال ساتلو عزم څرګندونه ده۔ اوېس لغاری ووئيل درې واړه هېوادونه به سباؤن كښې د يو بل تحفظ لپاره كار كوي او د حرمېن شريفېن ٬ د تركيه اولس او د پاكستاني اولس حفاظت به باوري كولې شي۔ ده ووئيل د درې واړو هېوادونو يو ځاې كېدو له امله به اوس كوم هېواد د جارحانه قدم پورته كولو جرات نه شي كولې۔ وفاقی وزیر د باكستان ٬ تركيه او سعودي عربستان اولس او حكمرانانو له په دې يو موټې كېدو مباركي وركولوس ره دعا وكړه چې پاك پروردګار دے د درې واړو هېوادونو د اتفاق او اتحاد دائم وساتي۔










