اسلام آباد۔9 اګست(اے پی پی) ډاكټر طارق فضل چوهدري په بلوچستان كښې د ترهګرو خلاف په كاميابو عملياتو امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي د فتنة الخوارج او ملك دښمنه عناصرو خلاف د امنيتي ځواكونو مړانې ته سلام كوو۔ د سماجی رابطې په وېب سائټ اېكس د اتوار په ورځ په خپل يو پوسټ كښې وفاقي وزير ووئيل د امنيتي ځواكونو عزم ٬ مړانې او د قربانۍ …
دپارليماني چارو وفاقي وزير بلوچستان كښې د ترهګرو خلاف په كاميابو عملياتو امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې

مزید خبریں
اسلام آباد۔9 اګست(اے پی پی) ډاكټر طارق فضل چوهدري په بلوچستان كښې د ترهګرو خلاف په كاميابو عملياتو امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي د فتنة الخوارج او ملك دښمنه عناصرو خلاف د امنيتي ځواكونو مړانې ته سلام كوو۔ د سماجی رابطې په وېب سائټ اېكس د اتوار په ورځ په خپل يو پوسټ كښې وفاقي وزير ووئيل د امنيتي ځواكونو عزم ٬ مړانې او د قربانۍ جذبې سره ټول قام يو برابر ولاړ دے۔ ده ووئيل د بلوچستان په بېلو سيمو كښې 15 ترهګر وژل د پېشه ور صلاحيت ثبوت دے، د پاكستان امن له منځه وړولو هر سازش به ناكام كولے شي۔ ده ووئيل قام به د خپلو مېړنو ځواكونو قربانۍ كله هم هېرې نه كړي۔ ده دعا وكړه چې پاك پروردګار دے شهيدانو له لوړې درجې وركړي او امنيتي ځواكونه دې د تلپاتي امن په ځائې كولو كښې كامياب كړي۔










