صدر مملكت د سنګاپور مشرتابه له د هغوي په قامي ورځ مباركي وركړه

اسلام آباد۔9 اګست (اے پی پی) صدر مملکت آصف علی زرداری د سنګاپور 61 مه قامي ورځې په موقع خپل همڅنګ تھرمن شنموګارتنم ، د سنګاپور حكومت او اولس له مباركي وركړې ده۔ د اتوار په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت په خپله چيتۍ كښې ووئيل پاکستان د سنګاپور معاشي بدلون په زړه پورې سفر ته د قدر په سترګه …

اسلام آباد۔9 اګست (اے پی پی) صدر مملکت آصف علی زرداری د سنګاپور 61 مه قامي ورځې په موقع خپل همڅنګ تھرمن شنموګارتنم ، د سنګاپور حكومت او اولس له مباركي وركړې ده۔ د اتوار په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت په خپله چيتۍ كښې ووئيل پاکستان د سنګاپور معاشي بدلون په زړه پورې سفر ته د قدر په سترګه ګوري كوم چې د بصيرت لرونكي  قيادت ٬ د حكمرانۍ غوره چلند او د اولس كوټلي عزم د لارې ترلاسه شوې دې۔ ​صدر آصف علی زرداری روان كال د دواړو هېوادونو ترمينځه د سفارتي اړيكو پېل كېدو 60 مې سالګرې په توګه زيات مهم وګرځولو۔صدر مملکت ووئيل د ډیجیټل معیشت، ګرین ټېکنالوجی، سمندری و لاجسټکس تړون ، شهری منصوبه بندۍ، پېشه ورې تربيې ، تعلیمی او كلتوري تبادلې او سېلګرۍ څانګو كښې دوه اړخيزه اړيكو ته د لا پراختيا وركولو امكانات شتون لري۔ ده ووئيل پاكستان د دواړو هېوادونو او اولس په ګټه كښې د شريكې خوښې څانګو كښې همكاري لا مضبوطولو له سنګاپور سره په ګډه كار كول غواړي۔

مزید خبریں