د وزيراعظم شهباز شريف د كېپټن حمزه اكرم په شهادت د غم دړد څرګندونه

اسلام آباد۔8 اګست(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف په هنګو كښې د ترهګرو خلاف كارروايۍ په مهال د كېپټن حمزه اكرم په شهادت د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ د خالي په ورځ د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم  په هنګو كښې د فتنة الخوارج خلاف د كاميابې كارروايۍ په مهال د كېپټن حمزه اكرم په شهادت د افسوس څرګندونه كولو …

اسلام آباد۔8 اګست(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف په هنګو كښې د ترهګرو خلاف كارروايۍ په مهال د كېپټن حمزه اكرم په شهادت د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ د خالي په ورځ د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم  په هنګو كښې د فتنة الخوارج خلاف د كاميابې كارروايۍ په مهال د كېپټن حمزه اكرم په شهادت د افسوس څرګندونه كولو سره د هغه مړانې او فرض شناسۍ ته پیرزوئنې وړاندې كړې۔ وزیراعظم ووئيل کېپټن حمزہ اکرم شهيد د  ترهګرۍ مقابله كولو په مهال د شهادت درناوې ترلاسه كړو۔ وزیراعظم په هنګو آپرېشن كښې د 7 خارجيانو په وژلو امنيتي ځواكونو ته هم پېرزوئنې وړاندې كړې۔ ده كېپټن حمزه شهيد له د لوړو درجو او غمجنې كورنۍ له د صبر او زغم دعا وكړه۔ وزیر اعظم د ترهګرۍ تر بشپړه خاتمې د فتنة الخوارج خلاف د كارروائيو جاري ساتلو عزم پخلي كولو سره ووئيل د هېواد او قام دفاع ٬ امن او سلامتيا له زمونږ د ځواكونو او قانون نافذ كوونكو ادارو قربانۍ به بې ځايه نه ځي۔

مزید خبریں