آزاد کشمير كښې د مسلم ليګ ن حکومت جوړولو لپاره پكار شمېره پورا شوې٬ اولس سره كړي لوظونه به تر سره كوٶ۔ انجينئر امير مقام

  اسلام آباد 07 اګست (اے پي پي) د کشمير و ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام وئيلي دي  آزاد کشمير كښې د مسلم ليګ ن حکومت جوړولو لپاره پكار شمېره په كاميابي  پورا شوې٬ اولس سره كړي لوظونه به ترسره كوٶ، كله چې په پاکستان كښې د مسلم ليګ ن حکومت وي نو په آزاد کشمير كښې هرې خوا ته د تعمير و ترقۍ كارونه روان وي، …

 

اسلام آباد 07 اګست (اے پي پي) د کشمير و ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام وئيلي دي  آزاد کشمير كښې د مسلم ليګ ن حکومت جوړولو لپاره پكار شمېره په كاميابي  پورا شوې٬ اولس سره كړي لوظونه به ترسره كوٶ، كله چې په پاکستان كښې د مسلم ليګ ن حکومت وي نو په آزاد کشمير كښې هرې خوا ته د تعمير و ترقۍ كارونه روان وي، د ټاكنو د كمپائن په مهال شوے يو يو اعلان به عملي كوٶ٬ د  پنجاب او وفاق په طرز به دلته هم د تعمير و ترقۍ زرين دور پېل كوٶ۔ ده دا خبرې تېره ورځ  ايل اے 17 حويلې كښې د مسلم ليګ ن كانديد محسن عزيز جلسې ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ ده ووئيل د غازيانو او د شهيدانو خاوره  او په پونچھ كښې په اوسېدونكېو مونږ وياړ لرو څوك چې د وطن دفاع لپاره خپل ځانونه قربانوي۔ وفاقي وزير ووئيل  د ايل او سي هغې غاړې ته مېشته اولس ته هم دا پېغام وركوٶ چې ھغوي يوازي نه دي ٬ مونږ به د هغوي مقدمه هم وړاندې كوٶ۔ د پاك پوځ قربانيو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره وفاقي وزير ووئيل  د  فيلډ مارشل سيد عاصم منير په مشرۍ كښې مونږ د خپل ځان نه لس چنده لوي دښمن ته ماتې وركړې او د مئي لسمې نيټې نه پس يو نوي پاكستان وجود موندلے۔ ده ووئيل  د اليکشن نه وروستو چې كله حكومت جوړ شي نو بيا به محسن عزيز سره د بېرغه دلته راځي او مونږ به هم تاسو ته مباركۍ دركولو لپاره راځو۔ وفاقي وزير په دې موقع د کشمير بنے ګا پاکستان او د مسلم ليګ ن زنده باد چغې هم ووهلې