مکه المکرمه۔7 اګست(اے پی پی) د خادم الحرمېن الشریفېن شاہ سلمان بن عبدالعزیز آل سعود په بلنه د تركيه صدر رجب طيب اردوان او وزيراعظم شهباز شريف د سعودي عربستان دوره وكړه۔ د جمعې په ورځ د خارجه دفتر له مخې د سعودي عربستان ولي عهد و وزيراعظم شهزاد بن سلمان بن عبد العزيز آل سعود د مكې مكرمې په قصر الصفا كښې د تركيه صدر او د پاكستان …
سعودي عربستان ٬ تركيه او پاكستان مشتركه دفاعي لوظنامه لاس ليك كړه٬ د دفاعي همكارۍ ټولو څانګو ته به وده وركولې شي
مکه المکرمه۔7 اګست(اے پی پی) د خادم الحرمېن الشریفېن شاہ سلمان بن عبدالعزیز آل سعود په بلنه د تركيه صدر رجب طيب اردوان او وزيراعظم شهباز شريف د سعودي عربستان دوره وكړه۔ د جمعې په ورځ د خارجه دفتر له مخې د سعودي عربستان ولي عهد و وزيراعظم شهزاد بن سلمان بن عبد العزيز آل سعود د مكې مكرمې په قصر الصفا كښې د تركيه صدر او د پاكستان وزيراعظم هركلے وكړو چرته چې په مكه المكرمه كښې د ګډې دفاعي سرمشريزه غونډه وشوه۔ په غونډه كښې د سعودی عرب، ترکیه او پاکستان ترمينځه د اړيكو جاج واغستے شو او د شريكې خوښی په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د درېو واړو هېوادونو ترمينځه پخوانۍ تاريخي اړيكې ٬ د ورورولۍ او اسلامي يووالي مضبوطې خپلولۍ ٬ شرېكې تزويراتي ګټې او د ډېرې مودې څخه د راروانې تجارتي همكاري تر مخه د سعودی عرب ولی عهد و وزیرِاعظم شهزادہ بن سلمان بن عبدالعزیز آل سعود، د ترکیه صدر رجب طیب اردوان او د پاکستان وزیرِاعظم شهباز شریف د مکه مشترکه دفاعی لوظنامه لاس ليك كړه۔ د دې لوظنامې مقصد د كوم هم يرغل خلاف مشتركه دفاعي صلاحيت او اجتماعي قوت مضبوطول دي۔ د لوظنامې له مخې په درې واړو هېوادونو كښې په كوم يو هېواد بريد به په درې واړو هېوادونو بريد ګڼلے شي۔ په لوظنامه كښې په دې هم سلاح يوه شوه چې د درېو واړو هېوادونو ترمينځه د دفاعي همكارۍ ټولو څانګو ته به لا وده وركولې شي











