ملګري ملتونه 07 اګست (اے پي پي) پاکستان د سوډان په سوئيلي سيمو كښې په ناوړه كېدونكې سياسي او امنيتي وضعه د اندېښنې څرګندونې كولو سره په ډلو زور راوړے دے چې ھغوي د امن په تجديد شوي لوظ بيا د سره عمل كولو لپاره د خپل تړون پخلے وكړي۔ دا خبره په ملګرو ملتونو كښې د پاکستان دائمي استازي عاصم افتخار احمد تېره ورځ د سلامتي كونسل په غونډه …
د سوډان متحارب فريق دې سمدستي و مستقل جنګ بندي عملي كړي او د پاروونکو بيانونو څخه دې ډډه وكړي

مزید خبریں
ملګري ملتونه 07 اګست (اے پي پي) پاکستان د سوډان په سوئيلي سيمو كښې په ناوړه كېدونكې سياسي او امنيتي وضعه د اندېښنې څرګندونې كولو سره په ډلو زور راوړے دے چې ھغوي د امن په تجديد شوي لوظ بيا د سره عمل كولو لپاره د خپل تړون پخلے وكړي۔ دا خبره په ملګرو ملتونو كښې د پاکستان دائمي استازي عاصم افتخار احمد تېره ورځ د سلامتي كونسل په غونډه كښې كړې۔ ده ووئيل په هېواد کښې د اقتدار په جمهوري ډول انتقال لپاره د خپلواكه ، عادلانه او پاكو ټاکنو ترسره کولو ته اړتيا ده ۔ ده ووئيل ټاكنې د اقتدار په جمهوري ډول د انتقال جائز او بشپړه انجام ته رسولو لپاره مهمه ذريعه ده٬ خو ولې بيا هم د دې تابيا لپاره ضروري سياسي، قانوني، امنيتي او مالي تقاضې تراوسه نه دې ترسره شوي ، دا خلاء ډكول ضروري ده۔ د پاكستان استازي د سوډان په سيمو كښې زياتېدونكې سياسي تاٶ تريخوالې، د قبائيلو ترمېنځه تشدد او د جونګلے او اپرنيل پشمول سيمو كښې په روانو نښتو د اندیښنې څرګندونه وكړه۔ ده ووئيل مونږ ټولو ډلو څخه غوښتنه كوٶ چې ھغوي سمدلاسه او په دائمي جنګ بندۍ عمل وكړي ٬ راپاروٶنكو بيانونو څخه ډډه وكړي او خبرو اترو پلو راستانه شي










