اسلام آباد 07 اګست (اے پي پي) د قامي ورثه او كلتور ډويژن وفاقي وزير اورنګزيب خان کھچي سره په پاکستان كښې د جمهوريه قازقستان سفير يرژان کستافين د جمعې په ورځ د مخه ښې ملاقات وكړو ٬ په ملاقات كښې د پاکستان او قازقستان ترمېنځه د كلتور، ورثه، تعليم او د اولسي روابطو ودې پشمول د دوه اړخيزه مرستې په لا زياتولو تفصيلي خبرې وشوې۔ د دې نه …
وفاقي وزير اورنګزيب خان کھچي سره د قازقستان سفير يرژان کستافين د مخه ښې ملاقات
اسلام آباد 07 اګست (اے پي پي) د قامي ورثه او كلتور ډويژن وفاقي وزير اورنګزيب خان کھچي سره په پاکستان كښې د جمهوريه قازقستان سفير يرژان کستافين د جمعې په ورځ د مخه ښې ملاقات وكړو ٬ په ملاقات كښې د پاکستان او قازقستان ترمېنځه د كلتور، ورثه، تعليم او د اولسي روابطو ودې پشمول د دوه اړخيزه مرستې په لا زياتولو تفصيلي خبرې وشوې۔ د دې نه وړاندې وفاقي وزير اورنګزيب خان کھچي د سفير هركلي كولو سره د پاکستان او قازقستان ترمېنځه كلتوري اړيكو ته په ودې وركولو كښې د دوي د خدمات ستائنه وكړه۔ په دې موقع وفاقي وزير سفير لپاره سباٶن كښې لا كاميابو لپاره د نيكو هيلو څرګندونه هم وكړه











