سپيكر اياز صادق جنوبي وزيرستان او دير كښې د آپرېشنز په مهال د 10 خارجيانو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړې

اسلام آباد۔7 اګست(اے پی پی) سپيكر اياز صادق په جنوبي وزيرستان او دير كښې د آپرېشنز په مهال د 10 خارجيانو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړې۔ د جمعې په ورځ خپل يو بيان كښې ده د امنيتي ځواكونو د پېشه ور مهارت ستائنه كولو سره ووئيل امنيتي ځواكونو په وخت او مؤثره كارروائي كولو سره ترهګر په خپلو ناوړه ارادو كښې ناكامه كړل، د ترهګرۍ خلاف د …

اسلام آباد۔7 اګست(اے پی پی) سپيكر اياز صادق په جنوبي وزيرستان او دير كښې د آپرېشنز په مهال د 10 خارجيانو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړې۔ د جمعې په ورځ خپل يو بيان كښې ده د امنيتي ځواكونو د پېشه ور مهارت ستائنه كولو سره ووئيل امنيتي ځواكونو په وخت او مؤثره كارروائي كولو سره ترهګر په خپلو ناوړه ارادو كښې ناكامه كړل، د ترهګرۍ خلاف د امنيتي ځواكونو په قربانيو او كاميابو ټول قام وياړي۔ ده ووئيل په هېواد كښې امن او استحكام په ځاې كولو له د امنيتي ځواكونو او قانون نافذ كوونكو ادارو خذمات د ستائنې وړ دي۔ سپيكر د دې عزم پخلے وكړو چې د ترهګرۍ بشپړه خاتمې له به ټول قام د امنيتي ځواكونو ترڅنګ ولاړ پاتے وي۔