اسلام آباد۔7 اګست (اے پي پي)د مواصلات وفاقي وزير عبدالعلیم خان سوئېلې وزیرستان كښې د ترهه ګرۍ خلاف په کامیابه کارروائیو امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړې دي ۔ خپل بیان كښې ده ووئېل امنيتي ادارو په زړه پورې ډول خپل فرائض تر سره کړې دي او د فتنہ الخوارج ختمولو لپاره د دوي تل پاتي اقدامات د ستائنې وړ دي ۔ وفاقي وزیر ووئېل قام په ترهه ګرۍ …
سوئېلې وزیرستان كښې کامیاب آپریشنز، د وفاقي وزیر عبدالعلیم خان امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې

مزید خبریں
اسلام آباد۔7 اګست (اے پي پي)د مواصلات وفاقي وزير عبدالعلیم خان سوئېلې وزیرستان كښې د ترهه ګرۍ خلاف په کامیابه کارروائیو امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړې دي ۔ خپل بیان كښې ده ووئېل امنيتي ادارو په زړه پورې ډول خپل فرائض تر سره کړې دي او د فتنہ الخوارج ختمولو لپاره د دوي تل پاتي اقدامات د ستائنې وړ دي ۔ وفاقي وزیر ووئېل قام په ترهه ګرۍ قابو موندلو لپاره د خپلو ادارو سره اوږه په اوږه ولاړ دے ۔ ده د دې عزم څرګندونه وكره چې د هند ناوړه فعاليتونو كښې سهولت کاري كوونكې به پرې نه ښودلې شي ۔ عبدالعلیم خان پاک پوځ او د امنيتي ادارو ځوانانو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره دعا وكړه چې لوي څښتن دې پاکستان او زمونږ د مېړنو ځوانانو مل شي ۔










