بینکاک۔07اګست(اے پي پي)د تھائي لینډ په نونتھا بوري ولايت كښې په يو سکول كښې د ډزو په پیښه كښې 7 كسان مړه او 15 ژوبل شول ۔ شنهوا د صوبائي ډیزاسټر پریونشن اینډ مټیګیشن آفس تر مخه ووئېل په مړو شوو كښې استاذان ٬ درې طلبه او بريد كونكے شامل دے ۔ د سترګو لېدونكو تر مخه بريد كونكې د جامني رنګ ټریک سوټ اغسوتے ؤ او هغه د …
تھائي لینډ ، سکول كښې د ډزو له امله 7 كسان مړه ،15 ژوبل

مزید خبریں
بینکاک۔07اګست(اے پي پي)د تھائي لینډ په نونتھا بوري ولايت كښې په يو سکول كښې د ډزو په پیښه كښې 7 كسان مړه او 15 ژوبل شول ۔ شنهوا د صوبائي ډیزاسټر پریونشن اینډ مټیګیشن آفس تر مخه ووئېل په مړو شوو كښې استاذان ٬ درې طلبه او بريد كونكے شامل دے ۔ د سترګو لېدونكو تر مخه بريد كونكې د جامني رنګ ټریک سوټ اغسوتے ؤ او هغه د سكول دننه په درځنونو ډزې وكړې د كومو په نتیجه چې ګن كسان په نښه شول ۔ د پیښې نه وروستو مرستيالې ډلې او سکیورټي اهلکار سمدستي متعلاقه ځائے ته ورسېدې او ژوبل شوي يې نزدې روغتونو ته منتقل کړل ۔ چارواكو د پیښې پلټنې پیل كړې دي۔










