مکه مکرمه۔7 اګست(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف په جنوبي وزيرستان او دير كښې د فتنة الخوارج 10 ترهګرو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړې دي۔ د جمعې په ورځ د پي اېم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم ووئيل قام د امنيتي ځواكنو په پېشه ور صلاحيت ٬ مړانه او قربانيو وياړي۔ د هند په سرپرستۍ كښې ترهګري خپرونكي عناصر به خپلو …
وزيراعظم په جنوبي وزيرستان او دير كښې د فتنة الخوارج 10 ترهګرو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړې
مکه مکرمه۔7 اګست(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف په جنوبي وزيرستان او دير كښې د فتنة الخوارج 10 ترهګرو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړې دي۔ د جمعې په ورځ د پي اېم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم ووئيل قام د امنيتي ځواكنو په پېشه ور صلاحيت ٬ مړانه او قربانيو وياړي۔ د هند په سرپرستۍ كښې ترهګري خپرونكي عناصر به خپلو ناوړه ارادو كښې په هر قيمت ناكامه كولې شي۔ وزیراعظم ووئيل د آپرېشن’’ عزم استحکام‘‘ لاندې د ترهګرۍ تر بشپړه خاتمې به د ترهګرو په ضد كارروايۍ كوټلي عزم سره روانې ساتلې شي۔ حكومت او ټول قام د ترهګرۍ خلاف جنګ كښې د خپلو امنيتي ځواكونو ترڅنګ ولاړ دے۔











