اسلام آباد۔6اګست (اے پي پي )د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار ایاز صادق د بلوچستان په دوو ضلعو واشک او مستونګ كښې په اسخبارات اډانه آپریشنز كښې د فتنہ الهندوستان 12 ترهه ګرو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړې دي ۔ د زيارت په ورځ يو بیان كښې ده د امنيتي ځواكونو د پیشه ورہ مهارت او د صلاحیتونو ستائنه وكړه۔ ده ووئېل د ترهه ګرۍ خلاف د …
د سپيكر سردار ایاز صادق واشک او مستونګ كښې په استخبارات اډاڼه کامیاب آپریشنز امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې

مزید خبریں
اسلام آباد۔6اګست (اے پي پي )د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار ایاز صادق د بلوچستان په دوو ضلعو واشک او مستونګ كښې په اسخبارات اډانه آپریشنز كښې د فتنہ الهندوستان 12 ترهه ګرو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړې دي ۔ د زيارت په ورځ يو بیان كښې ده د امنيتي ځواكونو د پیشه ورہ مهارت او د صلاحیتونو ستائنه وكړه۔ ده ووئېل د ترهه ګرۍ خلاف د امنيتي ځواكونو پیشه ورہ صلاحیت، مړانه او قربانۍ د ټول قام لپاره د وياړ وړ دي ، د پاکستان وسله وال پوځ او د قانون نافذ کوونكې ادارې هېواد څخه د ترهه ګرۍ د مکمل خاتمې عزم لري ۔سپیکر ووئېل فتنہ الهندوستان او د هغې سرپرست عناصر به پخپلو ناپاکه عزائمو كښې كله کامیاب نه شي ، د ترهه ګرۍ خلاف جنګ كښې ټول قام د خپلو مېړنو ځواكونو سره اوږه په اوږه ولاړ دے ، ده ووئېل هېواد كښې د امن و استحکام راوستو لپاره د امنيتي ځواكونو قربانۍ به عمر له یادې ساتلې شي۔ ده ووئېل د ترهه ګرۍ تر مکمل خاتمې به د امنتيي ځواكونو کارروائۍ روانې وي ۔









