بيجنګ۔6 اګست (اے پي پي) چين د امرېكې لخوا د قامي سلامتيا تصور ته د حد نه د زياتې پراختيا وركولو او د رياستي اختيارت ناسمه كارولو سره د چين كمپنيو د نخښه كولو مخالفت كړے دے۔ د چين ورځپاڼې ګلوبل ټائمز تر مخه دا خبره د چين خارجه وزارت وياند لين جيان تېره ورځ د امرېكې د اړخه د نوي چيني آپټيكل ټرانسيورز په درآمد د بندبز لګولو …
چين د امرېكې لخوا د قامي سلامتيا تصور ته د حد نه د زياتې پراختيا وركولو مخالفت وكړو

مزید خبریں
بيجنګ۔6 اګست (اے پي پي) چين د امرېكې لخوا د قامي سلامتيا تصور ته د حد نه د زياتې پراختيا وركولو او د رياستي اختيارت ناسمه كارولو سره د چين كمپنيو د نخښه كولو مخالفت كړے دے۔ د چين ورځپاڼې ګلوبل ټائمز تر مخه دا خبره د چين خارجه وزارت وياند لين جيان تېره ورځ د امرېكې د اړخه د نوي چيني آپټيكل ټرانسيورز په درآمد د بندبز لګولو او د پلو سېليكون او دغې سره په اړوندو څيزونو د لږو نه د لږو بيعو price floors او محصولات نافذ كولو چمتوالي په اړه د راپور په ځواب كښې وكړه۔ هغه ووئېل د امرېكې دا ګام د چين او امرېكې د كمپنيانو تر مينځه د معمول تجارتي او اقتصادي روابط لا سخت متاثره كوي او دا نه د امرېكې كاروباري ادارو او صارفين بلكې د كوم هم فريق په ګټه نه تمامېږي۔ هغه ووئېل چين به د خپلو كمپنيو جائز او د قانوني حقونو او د ګټې تحفظ لپاره په زړه پورې اقدامات كوي۔










