وفاقي وزير سردار اويس احمد خان لغاري  سره د ايران سفير وليدل

  اسلام آباد 06 اګست (اے پي پي) د توان وفاقي وزير توانائي سردار اويس احمد خان لغاري سره د ايران سفير ډاکټر رضا اميري مقدم وليدل٬ د ملاقات په مهال وفاقي وزير د ايران د پلاوي هركلے وكړو او د دواړو هېوادونو ترمېنځه  د توان پشمول بېلو څانګو كښې دوه اړخَيزه مرستې ته په ودې وركولو يې تفصيلي خبرې وكړې۔ دا خبره د توان ډويژن وياند لخوا په جاري …

 

اسلام آباد 06 اګست (اے پي پي) د توان وفاقي وزير توانائي سردار اويس احمد خان لغاري سره د ايران سفير ډاکټر رضا اميري مقدم وليدل٬ د ملاقات په مهال وفاقي وزير د ايران د پلاوي هركلے وكړو او د دواړو هېوادونو ترمېنځه  د توان پشمول بېلو څانګو كښې دوه اړخَيزه مرستې ته په ودې وركولو يې تفصيلي خبرې وكړې۔ دا خبره د توان ډويژن وياند لخوا په جاري بيان كښې شوې ده۔ په دې موقع د ايران سفير په سخته وضعه كښې د پاکستان حكومت او اولس د پرله پسې ملاتړ مننه وكړه۔ هغه ووئيل ايران او پاکستان دوه ګاډنډي هېوادونه دي او د دواړو هېوادونو ترمېنځه د توان مشتركه منصوبې او ټرانسميشن لائن جوړ دے۔ هغه ووئيل  په دوېم ټرانسميشن لائن به كار ډېر زر پېل شي۔ په دې موقع د اړوند چارو پشمول د شريكې خوښې په بېلو چارو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه

مزید خبریں