پېنډۍ 06 اګست (اے پي پي) امنيتي ځواكونو د بلوچستان په واشك او مستونګ ضلعو كښې په استخبارات اډانه کارروائيو په مهال د فتنة الهندوستان 12 ترهګر ووژل۔ د زيارت په ورځ د آئي ايس پي آر له مخې بېګا امنيتي ځواكونو په ذكر شوو ضلعو كښې په انټيلي جنس بېسډ دوه اپرېشنز وكړل ٬ دا كارروائۍ د ردالفتنه-3 له مخې د روانو انټيلي جنس بيسډ آپريشنز د مسلسل …
امنيتي ځواكونو د بلوچستان په واشك او مستونګ ضلعو كښې كارروائۍ٬ د فتنة الهندوستان 12 ترهګر ووژل شول
پېنډۍ 06 اګست (اے پي پي) امنيتي ځواكونو د بلوچستان په واشك او مستونګ ضلعو كښې په استخبارات اډانه کارروائيو په مهال د فتنة الهندوستان 12 ترهګر ووژل۔ د زيارت په ورځ د آئي ايس پي آر له مخې بېګا امنيتي ځواكونو په ذكر شوو ضلعو كښې په انټيلي جنس بېسډ دوه اپرېشنز وكړل ٬ دا كارروائۍ د ردالفتنه-3 له مخې د روانو انټيلي جنس بيسډ آپريشنز د مسلسل كمپائن برخې دي چې مقصد ئې د هند په سرپرستۍ كښې كار كوٶنكو ترهګرو ډلو او د فتنه الهندوستان بشپړه خاتمه ده٬ د دې كاميابو عملياتو په مهال د فتنة الهندوستان 12 ترهه ګر ووژل شول ٬ په پنځم اګست امنيتي ځواكونو په واشک ضلع كښې د شپږو ترهګرو د تګ راتګ درك لګولے ٶ٬ امنيتي ځواكونو په سمدستي او موثره كارروائۍ ترهګر په نخښه كړل او د درستې او وظيفائي كارروائۍ په نتيجه كښې يې د هند پراکسي فتنة الهندوستان سره تعلق لرونكي شپږ واړه ترهګر ووژل ٬ په استخبارات اډانه يو بل اپرېشن كښې په ضلع مستونګ كښې د امنيتي ځواكونو او ترهګرو ترمېنځه د ډزو تبادله وشوه چې پكښې شپږ ترهګر ووژل شول ٬ د کارروائۍ په مهال د ترهګرو ژالې هم ړنګې كړې شوې ۔ د نېشنل اېكشن پلان لپاره د وفاقي ايپکس کميټيۍ منظور شوې تګلارې عزمِ استحکام له مخئ د پاکستان امنيتي ځواكونو او قانون نافذ كونكې ادارې به هېواد څخه د ترهګرۍ لعنت تر بشپړه خاتمې خپلې كارروائۍ په مكمل طاقت او عزم سره روانې ساتي











