د لوړې كچې سفارتي پلاوي د اېن ډي اېم اے دوره ، د اين اي او سي په صلاحيتي دائره کار بريفنګ

  اسلام آباد 06 اګست (اے پي پي) د لوړې كچې سفارتي پلاوي د نېشنل ډيزاسټر مېنجمنټ اتهارټۍ (اېن ډي اېم اے)  په هېډكوراټرز كښې د نيشنل ايمرجنسيز آپريشنز سينټر (اين اي او سي) دوره وكړه ٬ په پلاوي كښې د تاجکستان، ميانمار، سري لنکا، عمان، سپين، جاپان، بنګله ديش، المان، کاناډا پشمول د بېلو هېوادونو سفيران شامل وو۔ سفارتي پلاوي ته د اين اي او سي په صلاحيتي دائره …

 

اسلام آباد 06 اګست (اے پي پي) د لوړې كچې سفارتي پلاوي د نېشنل ډيزاسټر مېنجمنټ اتهارټۍ (اېن ډي اېم اے)  په هېډكوراټرز كښې د نيشنل ايمرجنسيز آپريشنز سينټر (اين اي او سي) دوره وكړه ٬ په پلاوي كښې د تاجکستان، ميانمار، سري لنکا، عمان، سپين، جاپان، بنګله ديش، المان، کاناډا پشمول د بېلو هېوادونو سفيران شامل وو۔ سفارتي پلاوي ته د اين اي او سي په صلاحيتي دائره کار بريفنګ وركړے شو٬ د نړۍ د بېلو هېوادونو په پاكستان كښې د 34 نه زياتو سفيرانو او هيډز آف مشن د ويډيو لنك د لارې په غونډه كښې ګډون وكړو۔ د زيارت په ورځ د اين ډي ايم اے لخوا د جاري بيان له مخئ چيئرمين ليفټيننټ جنرل انعام حيدر ملك پلاوې د پاکستان جديد، فعال او په ټيکنالوجۍ اډانه د ډيزاسټر مينجمنټ  په نظام بريفنګ وركړو۔  پلاوي  د ډيزاسټر ارلي وارننګ، جديد ټيکنالوجي، د قامي رابطه کارۍ نظام او د اين ډي ايم اے د آپريشنل استعداد څخه خبر كړے شو۔ په غونډه كښې د پاكستان پشمول بېلو هېوادونو ته د كال 2026 په مهال د رامخې ته خطرو په اړه تفصيلي بريفنګ وركړے شو۔ سفارتي پلاوي د اين ډي ايم اے جديد ډيزاسټر مينجمنټ صلاحيتونه، په وخت چمتوالے او د نړيوال معيار د ايمرجنسي رسپانس نظام ستائنه وكړه٬ دغسې پاکستان او شريكو هېوادونو د موسمياتي بدلون، د قدرتي آفتونو مخنيوي٬ اداره جاتي مرستې او د ډيزاسټر رسپانس په څانګو كښې مرستې لا قوي كولو لپاره د عزم څرګندونه وكړه۔

مزید خبریں