تاشقند۔6 اګست (اے پي پي)د ازبکستان او کرغزستان لوظ نامې تر مخه د دوو سرحدي كليو چون ګارا او تاش ټوبو د ازبکستان نه کرغزستان ته د منتقل كولو لپاره انتظامي او تکنیکي کارروائۍ په رسمي توګه پېل شوي دي ۔د شنهوا تر مخه د کرغزستان د هاتکن ولايت انتظامیې تر مخه دا عمل د دواړو هېوادونو تر مينځه د ریاستي پولې د حد بندۍ او د زمكې تبادلې …
د ازبکستان او کرغزستان تر مينځه د دوو سرحدي كليو د منتقلۍ عمل پېل شو
تاشقند۔6 اګست (اے پي پي)د ازبکستان او کرغزستان لوظ نامې تر مخه د دوو سرحدي كليو چون ګارا او تاش ټوبو د ازبکستان نه کرغزستان ته د منتقل كولو لپاره انتظامي او تکنیکي کارروائۍ په رسمي توګه پېل شوي دي ۔د شنهوا تر مخه د کرغزستان د هاتکن ولايت انتظامیې تر مخه دا عمل د دواړو هېوادونو تر مينځه د ریاستي پولې د حد بندۍ او د زمكې تبادلې په اړه د لوظ نامو تر مخه مكمل كېږي ۔ په 24 جولائي د کرغزستان کدامجائے اولسوالۍ كښې د مشترکه ورکنګ کمیشن غونډه وشوه چې پكښې د ځايي استوګنو د قانوني حیثیت، د ممکنه كډې كولو د لارو چارو ، جائیداد او د معاشي معاملات بشمول په مهمو چارو غور وكړے شو۔ د سرحدي حد بندۍ لوظ نامې تر مخه د ازبکستان فرغانه ولايت په انتظامي اختیار كښې پاتي كېدونكې كلي چون ګارا او تاش ټوبو اوس په کرغزستان كښې شاملولې شي ۔ د ابتدائي معلومات تر مخه د دې دواړو كليو مجموعي آبادي نزدې په 2500 كسانو مشتمل ده ، چې پكښې اکثریت د نسلي کرغز استوګنو دے ۔د چارواكو تر مخه دا وخت د مقامي استوګنو د رجسټریشن عمل روان دے ، د كومې نه پس به چې دوي له د کرغزستان شهریت تر لاسه كولو لپاره قانوني کارروائۍ مکمل کول وي ۔د لوظ نامې تر مخه د دې دوو كليو په بدل به كرغزستان پخپله سرحدي پټۍ كښې هم دومره زمكه ازبکستان ته وركوي











