اسلام آباد۔6اګست (اے پي پي)د كورنيو چارو وفاقي وزیر محسن نقوي غیر ملکي تربیه د پولیس افسرانو د ټریننګ لازمي برخې ګرځولو سره وئېلي دي د پولیس نظام لا مؤثره كولو لپاره به د جدید پولیسنګ کامیاب ماډلز او جدید ټیکنالوجې٬ نه مکمل استفادہ کولې شي ۔ د دې خیالاتو څرګندونه ده اسلام آباد كښې د چین او ترکیې څخه د تربیې کورس په تر سره كولو بېرته راتلونكو …
غیر ملکي تربیه د پولیس افسرانو د ټریننګ لازمي برخه ، د لا انفورسمنټ انویسټي ګیشن سنټر جوړولو لپاره به پائلټ پراجیکټ پېل كولې شي، محسن نقوي
اسلام آباد۔6اګست (اے پي پي)د كورنيو چارو وفاقي وزیر محسن نقوي غیر ملکي تربیه د پولیس افسرانو د ټریننګ لازمي برخې ګرځولو سره وئېلي دي د پولیس نظام لا مؤثره كولو لپاره به د جدید پولیسنګ کامیاب ماډلز او جدید ټیکنالوجې٬ نه مکمل استفادہ کولې شي ۔ د دې خیالاتو څرګندونه ده اسلام آباد كښې د چین او ترکیې څخه د تربیې کورس په تر سره كولو بېرته راتلونكو اسسټنټ سپرنټنډنټ آف پولیس سره ملاقات کښې وكړه ۔ په دې موقع کمانډنټ نیشنل پولیس اکیډمي ،ډي جي ایف آئي اے او نور اعلیٰ چارواكي هم موجود وو ۔ ملاقات کښې اے ایس پیز د چین او ترکیه د جدید پولیسنګ، سرویلنس سسټمز او د امن و امان انتظام په اړه د خپلو مشاهداتو نه داخله وزير خبر كړو او دا کورسز يې د پیشه ورہ صلاحیتونو زياتولو لپاره يوه ښه تجربه وګرځول ۔ داخله وزیر غیر ملکي تربیتي پروګرامز د پولیس افسرانو د پیشه ورہ تربیت برخې جوړولو سره ووئېل اسلام آباد كښې د چین په طرز د ‘لا انفورسمنټ انویسټي ګیشن سنټر’ جوړولو لپاره به پائلټ پراجیکټ پېل كولې شي۔ ده واضحه كړه چې په دې سنټر كښې به ډیټنشن، انویسټي ګیشن او سمري ټرائل د يو چھت لاندې موجود وي ٬ دغسې چې د معمولي نوعیت جرائمو مقدمې سمدستي او مؤثر تصفیه ممکنه كړې شي ۔محسن نقوی ووئېل د جرائم مخ نيوي او مؤثره نګرانۍ لپاره د داخله وزارت ایوې ایشن ونګ كښې جدید ډرونز به شاملولې شي او د جدید سرویلنس سسټمز د لارې د نګرانۍ دائرہ به پراخه كولې شي ۔ ده ووئېل په نیشنل پولیس اکیډمي كښې سپیشلائزډ انویسټي ګیشن رومز به جوړولې شي او د انټیروګیشن (پلټنو) د سپیشلائزډ سبجیکټ په توګه معارفي كولو سره به دا د پرمختګ كړو هېوادونو په ماډلز جدید تکنیکس به د تربیي برخه ګرځولې شي ۔











