په كمېشن كښې د مخالفې ډلې د مشر د اثاثو كېس  سماعت نه كېږي ۔ اليکشن کميشن

  اسلام آباد 06 اګست (اے پي پي) اليکشن کميشن په ډان ورځپاڼه او يو څو نورو ورځپاڼو كښې د خپور شوي خبر په حواله د حقائقو سمون لپاره سپيناوے كړے دے چې په كمېشن كښې د قائد حزب اختلاف د اثاثو كېس زېر د سماعت لاندې نه دے، په ياد خبر كښې په رول 137 آف اليکشن رولز 2017 كښې د کميشن په وړاندې سماعت د ھغوي د سياسي …

 

اسلام آباد 06 اګست (اے پي پي) اليکشن کميشن په ډان ورځپاڼه او يو څو نورو ورځپاڼو كښې د خپور شوي خبر په حواله د حقائقو سمون لپاره سپيناوے كړے دے چې په كمېشن كښې د قائد حزب اختلاف د اثاثو كېس زېر د سماعت لاندې نه دے، په ياد خبر كښې په رول 137 آف اليکشن رولز 2017 كښې د کميشن په وړاندې سماعت د ھغوي د سياسي ګوند په اړه كارروائۍ سره تړلے دے  كوم چې حقائقو او قانون دواړه  سره سمون نه خوري او بې بنسټه دے۔د زيارت په ورځ د اليکشن کميشن لخوا په وضاحتي بيان كښې وئيلي شوي دي  د سماعت لاندې کيس د پختونخوا ملي عوامي پارټۍ لپاره د  نوي آئين،انټرا پارټي اليکشن تابيا او د ګوند په اکاٶنټ كښې د کنټريبيوټر شناخت په اړه دے٬ اليکشن کميشن د وړاندې نه د اليکشن ايکټ سيکشن 137 له مخې د ټولو غړو د اثاثو جانچ پړتال كوي او په دې قانون كښې نه خو د كوم بدلون سفارش كېږي او نه د كمېشن په اختيارات كښې زياتے روان دے۔ د اليکشن رولز 2017 رول 137  مجوزه بدلون د عمومي نوعيت  او يوازې ف ابهام لرې كولو لپاره دے او اوس منظور شوے هم نه دے

مزید خبریں