د افغانستان په څو ولايتونو كښې د كوچنيانو لپاره  غذائي قلت تر اندېښناك حد رسېدلے دے٬  ورلډ فوډ پروګرام

  کابل۔ 6 اګست  (اے پي پي)د ملګرو ملتونو د  ورلډ فوډ پروګرام (ډبلیو ایف پي) وئېلي دي د افغانستان په دريو كښې يوه برخه كښې د كوچنيانو  غذائی قلت تر اندېښناك  حد رسېدلے دے  او يره ده چې د مالي وسائلو د کمي له امله د خوراک وېش او  په نورو  مرستندويه  فعاليتونو كښې د كمي سره ېه صورتحال  لا ناوړه شي ۔  د اردو نیوز تر مخه  افغانستان …

 

کابل۔ 6 اګست  (اے پي پي)د ملګرو ملتونو د  ورلډ فوډ پروګرام (ډبلیو ایف پي) وئېلي دي د افغانستان په دريو كښې يوه برخه كښې د كوچنيانو  غذائی قلت تر اندېښناك  حد رسېدلے دے  او يره ده چې د مالي وسائلو د کمي له امله د خوراک وېش او  په نورو  مرستندويه  فعاليتونو كښې د كمي سره ېه صورتحال  لا ناوړه شي ۔  د اردو نیوز تر مخه  افغانستان كښې د ملګرو  ملتونو د  ورلډ فوډ پروګرام کنټري ډائریکټر جان ایلیف تېره ورځ  بیان كښې ووئېل د كوچنيانو زياتېدونكو مرګونو  مخ نيوي لپاره  به مونږ له سمدستي ګامونه پورته كول وي٬ ځكه چې دا بحران د دغه مرګونو سبب جوړېږي۔ ده ووئېل د بده مرغه د ډېرو ماشومانو لپاره اوس ډېر تاخير  شوے دے ۔ افغانستان كښې د بشري مرستې لپاره د ملګرو ملتونو دفتر وياند اولګا چیریوکو ووئېل د غذائيت پوهانو  تر مخه سږ كال د هېواد په څلورو كښې  درېمې برخې نه زياتو  سيمو كښې  په كوچنيانو كښې  شدید غذائي قلت لا زيات شوے دے ۔په دې  کیفیت اخته ماشومان ډېر کمزوري او  د خپل عمر و قد  په لحاظ سره ډېر كمزوري پاتي كېږي او هغوي ته  سمدستي د خصوصي غذائي درملنې ضرورت وي۔ هغه  افغانستان څخه د وډیو لنک د لارې د ملګرو ملتونو هیډکوارټرز كښې خبريالانو ته ووئېل ډېر زيات كوچنيان  د شدید غذائي قلت په حالت كښې  د روغتيا مراکز ته رسېږي  خو څه كوچنيان هلته د رسېدو نه وړاندې ساه وركړي ۔ هغه ووئېل په تېرو څو اوونيو كښې او مياشتو كښې  هغي د افغانستان مختلف سيمو دورہ کړې ده ۔ د ډبلیو ایف پي تر مخه په مرسته كښې د كمي له امله   په كال 2025 کښې 142  د صحت  مراکز بند شوي دي، د كومو په نتيجه كښې چې د 13 زره نه زيات  كوچنيان د غذائي درملنې سهولت نه محروم شوي دي ۔ ادارې ووئېل د افغانستان 12 ولايتونو كښې په كوچنيانو كښې شدید غذائي قلت تر تشویشناک حد رسېدلے دے ، كومه چې تر اوسه تر ټولو زياته شمېره ده۔  دې وجوهات كښې جنګ ، بے روزګاري ،  د خوراک  زياتېدونكې بيعې، د ناروغيو خپرېدل ، پاكې اوبه او  د  صفائۍ ناقص صورتحال  او د انسانی مرستې لپاره  د فنډنګ کمے شامل دے ۔

 

مزید خبریں