د سعودي خارجه وزير سره د  اردن، مصر او عراق  لارښودو ملاقات

  ریاض ۔6 اګست  (اے پي پي)د سعودي خارجه وزير شهزادہ فیصل بن فرحان عمان كښې د عراق خپل هم منصب ډاکټر فواد محمد حسین،  د اردن نائب وزیراعظم و خارجه وزير ایمن الصفدي او د  مصري خارجه وزیر ډاکټر بدر عبدالعاطي سره ملاقات کړے دے ۔ د ایس پي اے تر مخه دا ملاقاتونه عمان كښې د بیت المقدس  او د هغه د مقدس ځايونو تحفظ  په اړه وزارتي …

 

ریاض ۔6 اګست  (اے پي پي)د سعودي خارجه وزير شهزادہ فیصل بن فرحان عمان كښې د عراق خپل هم منصب ډاکټر فواد محمد حسین،  د اردن نائب وزیراعظم و خارجه وزير ایمن الصفدي او د  مصري خارجه وزیر ډاکټر بدر عبدالعاطي سره ملاقات کړے دے ۔ د ایس پي اے تر مخه دا ملاقاتونه عمان كښې د بیت المقدس  او د هغه د مقدس ځايونو تحفظ  په اړه وزارتي غوڼډې په موقع شوي دي ۔ د سعودي او عراق خارجه وزيرانو  ملاقات كښې د منطقې صورتحال جاج واغستو او د دواړو  هېوادونو تر مينځه د ژورو اړيكو پخلے يې وكړو ۔هغوي د هغه ټولو هڅو  د مرستې په اهمیت زور راوړو كومې چې د عراق د ګټې، عرب او  اسلامي هېوادونو سره د هغوي اړيكو مستحکمولو له مرستيالې دي  ۔ هغهه ووئېل دا خبرې دې باوري كړې شي چې د عراقی خاوره او  وسائل د ګاونډيانو خلاف د يرغل لپاره  ونه كارولې شي ۔ د منطقې د ټولو هېوادونو او خلقو پرمختګ او  استحکام  لپاره کردار ادا کړے شي ۔   د اردن  نائب وزیراعظم و خارجه وزير ایمن الصفدی سره ملاقات كښې په دوه اړخيزه   اړيكو او د دغې د  مضبوطولو لارو چارو جاج واغستلے شو ۔هغوي د سيمه ايز ډیولپمنټ په خاص توګه مغربي غاړه او د غزہ د پټۍ صورتحال او په دې اړه په كېدونكو هلو ځلو  هم خبرې وكړې ۔د مصر خارجه وزیر ډاکټر بدر عبدالعاطي سره ملاقات كښې د سعودي عرب او  مصر د مرستې څانګو جاج واغستلے شو  او د منطقې په وضعه او په دې لړ كښې په كېدونكو هلو ځلو خبرې وشوې ۔