فلسطین  په خاروه  د اسرائیل ټول يو اړخيزه اقدامات باطل دي ، سعودي  عرب

  ریاض 06 اګست(اے پي پي) د سعودی عرب خارجه وزير شهزادہ فیصل بن فرحان په دې خبره زور راوړے دے چې د فلسطین په خاوره د اسرائیل ټول يو اړخيزه اقدامات باطل دي۔ د العربیه تر مخه هغه د دې خبرې پخلے وكړو  چې د القدس تحفظ د كوم هم  امن  لپاره يوه بنيادي ستورے يا بنياد دے ٬  هغه هم په دې وخت غزہ كښې  د اسرائیل د …

 

ریاض 06 اګست(اے پي پي) د سعودی عرب خارجه وزير شهزادہ فیصل بن فرحان په دې خبره زور راوړے دے چې د فلسطین په خاوره د اسرائیل ټول يو اړخيزه اقدامات باطل دي۔ د العربیه تر مخه هغه د دې خبرې پخلے وكړو  چې د القدس تحفظ د كوم هم  امن  لپاره يوه بنيادي ستورے يا بنياد دے ٬  هغه هم په دې وخت غزہ كښې  د اسرائیل د خلاف ورزو په سختو ټكو غندنه وكړه ۔ د سعودي خارجه وزير شهزادہ فیصل بن فرحان د اردن  پايه تخت عمان كښې د القدس او د هغې د مقدس ځايونو ملاتړ له د  وزارتي غونډې په مهال د اردن نائب وزیراعظم او د كډوالو چارو خارجه وزير ایمن الصفدي سره  ملاقات وكړو ۔ملاقات كښې د دواړو هېوادونو او اولسونو تر مينځه  د دوه اړخيزه اړيكو جاج واغستلے شو  او  د دغې د ودې په لارو چارو  خبرې وشوې٬ دغسې په سيمه ايز  پیش رفت په خاص توګه د  لوېدېزې غاړې او  غزہ پتۍ په صورتحال او په دې لړ كښې  په كېدونكو هلو ځلو  هم خبرې وشوې۔