وزيراعظم سره د ايران د صنعت٬كان كنۍ او تجارت وزير سيد محمد اتابك په مشرۍ كښې پلاوي ملاقات٬پاكستان به منطقه كښې  د امن لپاره خپلې په زړه پورې هڅې روانې ساتي۔شهباز شريف

  اسلام آباد 05 اګست (اے پي پي)پاكستان او ايران د سرحدي تجارت ودې او 24 ساعته بارډر  پرانستے ساتلو لپاره د آسانيو  زياتولو ٬ښه لاجسټكس٬كسټمز طريقه كار كښې هم غږۍ٬د كان كني څانګې په خاص توګه د قيمتي كاڼو پراسيسنګ او ويليو ايډيشن كښې مرستې زياتولو ته اتفاق وكړو  او وزيراعظم محمد شهباز شريف ووئېل پاكستان منطقه كښې امن لپاره به خپلې مخلصانه هڅې روانې ساتي ۔د شورو په …

 

اسلام آباد 05 اګست (اے پي پي)پاكستان او ايران د سرحدي تجارت ودې او 24 ساعته بارډر  پرانستے ساتلو لپاره د آسانيو  زياتولو ٬ښه لاجسټكس٬كسټمز طريقه كار كښې هم غږۍ٬د كان كني څانګې په خاص توګه د قيمتي كاڼو پراسيسنګ او ويليو ايډيشن كښې مرستې زياتولو ته اتفاق وكړو  او وزيراعظم محمد شهباز شريف ووئېل پاكستان منطقه كښې امن لپاره به خپلې مخلصانه هڅې روانې ساتي ۔د شورو په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د اسلامي جمهوريه ايران  د صنعت٬كان كني او تجارت وزير سيد محمد اتابك په مشرۍ كښې 6 كسيز پلاوي ملاقات وكړو ۔په ملاقات كښې وفاقي وزيران رانا تنوير حسين٬جام كمال خان٬علي پروېز ملك٬جنيد انوار چوهدري٬د خزانې وزير مملكت بلال اظهر كياني٬خاص مرستيال سيد طارق فاطمي٬هارون اختر او طلحه بركي او اړوند ادارو اعلٰی افسران موجود وو۔وزيراعظم ووئيل پاكستان خپل ښه ګاونډي او ورور هېواد اسلامي جمهوريه ايران سره اړيكو ته د قدر په نظر ګوري٬پاكستان په منطقه كښې به د امن لپاره خپلې  په زړه پورې هڅې روانې ساتي۔وزيراعظم ووئيل په منطقه كښې  تل پاتي امن راوستو او د پاكستان او ايران دوه اړخيزه اړيكې په خاص توګه تجارت ته د لا ودې په اړه د ايران صدر ډاكټر مسعود پزيشكيان سره په دې وروستيو كښې ښې خبرې اترې شوي٬هيله ده چې د پرله پسې هڅو څخه به د دواړو هېوادونو مشرانو لخوا ټاكلې شوې  د 10 اربه ډالرو د دوه اړخيزه تجارت هدف سر كړے شي٬تجارت په خاص توګه خوراك او د زرعي غلې او مصنوعات تجارت زياتولو  څخه به دواړو هېوادونه مستفيد شي۔په ملاقات كښې د پاكستان او ايران ترمينځه د سرحدي تجارت ودې او 24 ساعته پارډر پرانستي ساتلو لپاره سهوليات زياتولو٬ښه لاجسټكس او كسټمز طريقه كار كښې هم غږۍ او د دواړو هېوادونو ترمينځه د كان كني څانګې په خاص توګه د قيمتي كاڼو پراسيسنګ او ويليو ايډيشن كښې هم مرستې زياتولو ته اتفاق راغلو ۔په ملاقات كښې وزيراعظم محمد شهباز شريف د ايران سپريم ليډر آيت الله سيد مجتبٰی حسيني خامنه اي او صدر ډاكټر مسعود پزشكيان لپاره  د نيكو هيلو پیغام وركړو۔د ايران وزير سيد محم اتابك ووئيل  په تود هركلي او كوربتوب د پاكستان مننه كوم٬په منطقه كښې د امن لپاره د پاكستان په زړه پورې سفارتي هڅو او د ايران سره د يو والي په څرګندونه د پاكستان قيادت او اولس ته پيرزوئنې وړاندې كوو ۔ده ووئيل چ ايران پاكستان سره اقتصادي او تجارتي اړيكو ته لا پراختيا وركولو له خوښي لري٬پاكستان او ايران ترمينځه د خپلواكې تجارتي لوظ نامې په اړه په تكنيكي كچه خبرې اترې روانې دي۔