وفاقي وزير اورنګزېب خان كھچي سره د سپېن سفير كارلوس آراګون ګل دے لا سرنا ملاقات ٬ د بېلو څانګو پشمول دوه اړخيزه مرستې ته په ودې وركولو د خيالاتو څرګندونه

  اسلام آباد۔5 اګست(اے پي پي)د قومي ورثې او كلتور وفاقي وزير اورنګزېب خان کھچی سره پاكستان كښې د سپېن سفير کارلوس آراګون ګل دے لا سرنا د شورو په ورځ په وزارت كښې د خېر سګالۍ ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې د كلتور ٬ د ورثې تحفظ ٬آثار قديمه ٬ عجائب ګھرو ٬ ادب ٬ تعليم او كلتوري سفارتكارۍ په څانګو كښې د پاكستان او سپېن ترمينځه دوه اړخيزه …

 

اسلام آباد۔5 اګست(اے پي پي)د قومي ورثې او كلتور وفاقي وزير اورنګزېب خان کھچی سره پاكستان كښې د سپېن سفير کارلوس آراګون ګل دے لا سرنا د شورو په ورځ په وزارت كښې د خېر سګالۍ ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې د كلتور ٬ د ورثې تحفظ ٬آثار قديمه ٬ عجائب ګھرو ٬ ادب ٬ تعليم او كلتوري سفارتكارۍ په څانګو كښې د پاكستان او سپېن ترمينځه دوه اړخيزه مرستې ته د ودې وركولو په بېلو اړخونو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په ملاقات كښې د دواړو هېوادونو ترمينځه د ملګړتيا پخوانو اړيكو ته د كلتوري رابطو او ادارہ جاتی همكارۍ د لارې د لا مستحكمولو له د ګډ عزم څرګندونه وكړی شوه۔ وفاقي وزير اورنګزېب خان كھچي د سپين سفير هركلي كولو سره ووئيل پاكستان سپېن سره خپلې تاريخي او كلتوري اړيكې زياتې مهمې ګڼي او د ورثې تحفظ ٬ د آثار قديمه تحقيق ٬ د عجائب ګھرو ترقي ٬ ادبي تبادلو ، كلتوري مېلو او د تعليمي همكارۍ په څانګو كښې مرسته پراخه كول غواړي۔ وفاقی وزیر د خپلې بارسلونا دورې ذكر كولو سره دا په زړه پورې تجربه وګرځوله۔ ده ووئيل په سپېن كښې ګڼ شمېر پاكستانيان د كاروبار ٬ ملازمت او نورو څانګو كښې ښكاره خذمات ترسره كوي كوم چې د دواړو هېوادونو ترمينځه د اريكو لا مضبوطولو كښې مهم كردار لري۔ سفير خپلو خبرو كښې د پېښور او ټېكسلا عجائب ګھرو خپلې دورې په زړه پورې تجربه ګرځولو سره د ګندھارا تهذیب او د پاكستان د آثار قديمه ستائنه وكړه۔ ده د لاهور پتنګ بازۍ كلتور هم وستائېلو او د نمل په نړيوالو ژبو كښې د تدريس د خدمات يې د ستائنې وړ ګرځولو سره ووئيل  په پاكستان كښې د هسپانوي ژبې زده كوونكو كښې پرله پسې زياتوالے روان دے ۔ د ملاقات په پايه كښې دواړو شخصيات د دې عزم څرګندونه وكړه چې د پاكستان او سپېن ترمينځه كلتور همكارۍ ته عملي شكل وركولو ٬ اداره جاتي رابطې لا مستحكمولو او پخوانو اړيكو ته نوې اړخ وركولو له رسمي  رابطې روانې ساتي

مزید خبریں