اسلام آباد۔5 اګست(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو لپاره د كشميري اولس د جائز ستړو غېر متزلزل ملاتړ تكرارولو سره وئيلي دي هند په مقبوضه كشمير كښې له ډېرې مودې راهېسې د خپلې غېر قانوني قبضې او سختو قوانينو د لارې د آبادۍ تناسب بدلولو په پالېسۍ عمل كوي۔ د كشمير استحصال ورځې په موقع په اېكس خپل پېغام كښې وزير اعظم ووئيل په …
وزيراعظم شهباز شريف د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو له د كشميري اولس د ستړو غېر متزلزل ملاتړ تكرار كړو

مزید خبریں
اسلام آباد۔5 اګست(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو لپاره د كشميري اولس د جائز ستړو غېر متزلزل ملاتړ تكرارولو سره وئيلي دي هند په مقبوضه كشمير كښې له ډېرې مودې راهېسې د خپلې غېر قانوني قبضې او سختو قوانينو د لارې د آبادۍ تناسب بدلولو په پالېسۍ عمل كوي۔ د كشمير استحصال ورځې په موقع په اېكس خپل پېغام كښې وزير اعظم ووئيل په مقبوضه كشمير كښې د هند د 5 اګست 2019ء يو اړخيزه او غېر قانوني اقدامات 7 كلونو په بشپړېدو دا حقيقت په خپل ځائے برقرار دے چې كومه هم بيان بازي يا پروپېګنډا په نړيواله كچه د كشمير منلے شوے متنازعه حېثيت بدلولې نه شي او نه د دغه ځائے د اولس حقونو څخه انكار كېدے شي۔ ده ووئيل هند په مقبوضه كشمير كښې له ډېرې مودې راهېسې د خپلې غېر قانوني قبضې او سختو قوانينو د لارې د آبادۍ تناسب بدلولو په پالېسۍ عمل كوي۔ وزیراعظم ووئيل پاكستان د كشميري اولس عادلانه ستړو لپاره د خپل غېر متزلزل ملاتړ پخلے كوي او هند څخه غوښتنه كوي چې هغه خپل غېر قانوني اقدامات بېرته واخلي ٬ د بشري حقونو خلاف ورزۍ بندې كړي او د ملګرو ملتنو د منشور ٬ د سلامتي كونسل اړوندو قراردادونو او د كشميري اولس د هيلو له مخې د جمو وكشمير شخړې سوله ايز هواري لپاره په زړه پورې چاپېريال رامخې ته كړي










