د وفاقي وزير محسن نقوي په مشرۍ كښې غونډه٬ کيپټل ايمرجنسي سروسز په فعاله توګه اداره جوړول٬ په کشمير چوك او فيصل مسجد انډر پاسز كار په راتلونكې مياشت د پېل كولو امر

  اسلام آباد 05 اګست (اے پي پي) داخله وزير محسن نقوي په اسلام آباد كښې ايمرجنسي 1122 د رسمي سېټ اپ په نشتوالي د خشم څرګندونې كولو سره امر وكړو چې کيپټل ايمرجنسي سروسز په فعاله توګه اداره جوړولو لپاره دې په هنګامي بنيادونو كار وكړے شي، قانوني تقاضې بشپړولو سره دې د کيپټل ايمرجنسي سروسز په څلورو نوو سنټرز زر تر زره كار پېل كړے شي۔ د محسن …

 

اسلام آباد 05 اګست (اے پي پي) داخله وزير محسن نقوي په اسلام آباد كښې ايمرجنسي 1122 د رسمي سېټ اپ په نشتوالي د خشم څرګندونې كولو سره امر وكړو چې کيپټل ايمرجنسي سروسز په فعاله توګه اداره جوړولو لپاره دې په هنګامي بنيادونو كار وكړے شي، قانوني تقاضې بشپړولو سره دې د کيپټل ايمرجنسي سروسز په څلورو نوو سنټرز زر تر زره كار پېل كړے شي۔ د محسن نقوي په مشرۍ كښې د سي ډي اے په هيډکوارټرز كښې غونډه وشوه چې پكښې په اسلام آباد كښې  د روانو او د نوو پرمختيائي منصوبو تفصيلي جاج واخستلے شو۔ محسن نقوي ووئيل په اسلام آباد كښې د اولس سهولت او د ټرافېك روانۍ لپاره به دوه نوې انډر پاس جوړولې شي٬ په کشمير چوك او فيصل مسجد انډر پاسز كار په راتلونكې مياشت كال پېل كړے شي۔ په غونډه كښې د سي ډي اے په مستقل ريونيو كښې اضافې لپاره په بېلو تجويزونو غور وكړے شو۔ محسن نقوي ووئيل مالي خود انحصارۍ لپاره د اوږدې مودې په ريونيو ماډل دې كار وكړے شي٬ پرمختيائي منصوبو سره د ادارې مالي مضبوطيا هم يو ډول د اهميت وړ ده٬ د ريونيو زياتولو په جوګه منصوبه دې  پېشرفت باوري كړې شي۔ محسن نقوي امر وكړو چې د ايکسپريس وے په سروس روډ پراجيکټ دې كار په هر صورت د ټاكلې مودې له مخئ بشپړ كړے شي۔ په غونډه كښې  د اسلام آباد په مختلف ميګا پراجيکټس د پيشرفت او په راتلونكې منصوبه بندۍ بريفنګ وركړے شو

مزید خبریں