د هند د 5 اګست 2019 اقدامات د ژورې اندېښنې وړ دي: د نائب وزیرِاعظم د استحصال ورځې په موقع پېغام

  اسلام آباد۔5 اګست(اے پی پی) نائب وزیراعظم/ خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار وئيلي دي هند په 5 اګست 2019 د خپل غېر قانوني او يو اړخيزه ګامونو يوه لړۍ پېل كره ٬ د دغې اقداماتو مقصد د دې منطقې په نړيواله كچه تسليم كړے شوې متنازعه حېثيت بدلول او د كشميري اولس حقونه او هيلې مجروح كول وو۔ د هند د 5 اګست 2019 اقدامات د ژورې اندېښنې وړ …

 

اسلام آباد۔5 اګست(اے پی پی) نائب وزیراعظم/ خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار وئيلي دي هند په 5 اګست 2019 د خپل غېر قانوني او يو اړخيزه ګامونو يوه لړۍ پېل كره ٬ د دغې اقداماتو مقصد د دې منطقې په نړيواله كچه تسليم كړے شوې متنازعه حېثيت بدلول او د كشميري اولس حقونه او هيلې مجروح كول وو۔ د هند د 5 اګست 2019 اقدامات د ژورې اندېښنې وړ دي۔ د شورو په ورځ د كشمير استحصال ورځې په موقع خپل پېغام كښې ده ووئيل دا اقدامات  د جمو وكشمير شخړې سره اړوند د نړيوال قوانين او فرېم ورك خلاف ورزۍ دي او د دې په نتيجه كښې د منطقې اولس ته پېښې ستونزې زياتې شوي دي۔ ده ووئيل نن د پاكستان اولس د استحصال ورځ لمانځي دغسې چې كشميري اولس سره د يووالي څرګندونه وكړې شي۔ سېنېټر اسحاق ډار ووئيل د جمو و کشمیر اولس د خپلواكۍ خپل جائز حقونو ترلاسه كولو له په ستړو كښې پرله پسې چېنلجونو سره مخ دے۔ مونږ د دوئي بنيادي حقونو له د خپل كوټلي عزم پخلے كوو۔ دا حقونه د ملګرو ملتونو په منشور كښې درج دي او د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل په اړوندو قراردادونو كښې د دې عكاسي شوې ده۔ نائب وزيراعظم ووئيل د هند د 5 اګست 2019 اقدامات د ژورې اندېښنې وړ دي۔ دې اقداماتو په سوئيلي آسيا كښې امن او استحكام ته د ودې وركولو هڅې لا پېچلې كړي دي۔ ده ووئيل نړيواله ورورولي دې د بشري حقونو او د ملګرو ملتونو د فرېم ورك له مخې د شوو لوظونو باوري كولو له خپل كردار ترسره كړي۔ ده ووئيل پاكستان به د خپلواكې حق ترلاسه كولو له د كشميري اولس د عادلانه ستړو غېر متزلزل اخلاقي ٬ سياسي او سفارتي ملاتړ روان ساتي۔ ده ووئيل مونږ په نړيواله ورورولۍ په خاص توګه په ملګرو ملتونو زور راوړو چې  هغه له ډېرې مودې راهېسې ځنډولې شوې خپلې ذمه وارۍ ترسره كړي او د جمو وكشمير شخړې هواره كولو له كوټلې هڅې وكړي

مزید خبریں