د 5  اګست 2019، د کشمیري شناخت، حقِ خودارادیت او  د نړيوال قوانین د خلاف ورزۍ  سیاہ باب

اسلام آباد ۔5 اګست  (اے پي پي) 5 اګست 2019 د  کشمیري شناخت، حقِ خودارادیت او د نړيوال قوانین  د خلاف ورزۍ سیاہ باب دے۔  یومِ استحصالِ کشمیر  د کشمیري اولس  د حقِ خودارادیت او د قامي تشخص سره د تړون علامت دے ۔تفصیلات  تر مخه په  5 اګست 2019  هند د  آرټیکل 370 او 35 اے په منسوخ کولو  د غیر قانوني تسلط  لاندې  د جموں و کشمیر  خاص …

اسلام آباد ۔5 اګست  (اے پي پي) 5 اګست 2019 د  کشمیري شناخت، حقِ خودارادیت او د نړيوال قوانین  د خلاف ورزۍ سیاہ باب دے۔  یومِ استحصالِ کشمیر  د کشمیري اولس  د حقِ خودارادیت او د قامي تشخص سره د تړون علامت دے ۔تفصیلات  تر مخه په  5 اګست 2019  هند د  آرټیکل 370 او 35 اے په منسوخ کولو  د غیر قانوني تسلط  لاندې  د جموں و کشمیر  خاص آئیني حیثیت  په يو اړخيزه   توګه ختم کړو ،  د 5 اګست یومِ استحصالِ کشمیر په موقع جاري خاص دستاویزي فلم   د 77  كالو  نه د  هندي بربریت ښکار کشمیري اولس د ستونزو عکاس دے  ۔ د انټرنیشنل هیومن رائټس کمیشن  رپورټ تر مخه   د هند په غیر قانوني تسلط  لاندې جموں وکشمیر كښې د قابض هندي  پوځ د اړخه تخښتولے شوو  7151 كسانو كښې  4190 تر اوسه بې دركه دي ،  د   كال 2025  په وړومبو  مياشتو كښې د هندي  پوځ په غیر قانوني حراست كښې  113 ،عدالتي حراست كښې   1535 کشمیریان په بې دردۍ سره شهیدان كړے شول ۔ د جموں وکشمیر چیمبر آف کامرس شمېرو تر مخه د هند په غیر قانوني تسلط  لاندې په جموں وکشمیر كښې د اوږدې کرفیو او د مواصلاتی بندش  له امله   د سېلګرۍ  سره تعلق لرونكې   44500 کشمیریان بی روزګاره شوي دي  ،د برطانيې ورځپاڼې دي ګارډین او ایمنسټي انټرنیشنل  تر مخه  د هند په  غیر قانوني  تسلط لاندې جموں و  کشمیر كښې د 2 زره نه زيات اجتماعي قبرونه وموندل شول ،  منطقه كښې د  قابضو 10 لاکھه  هندي پوځ ته خاص اختیارات وركړې شوي چا ته چې د قانون  څخه استثنا تر لاسه ده  ،  کشمیر  سيمه ايزه شخړه نه ده بلکې د ملګرو ملتونو  په ایجنډا موجود د يو نيم کروړ انسانانو د حق خودارادیت مسئله ده  ،د سختو بندېزونو باوجود کشمیرے اولس  د حقِ خودارادیت او د بنیادي حقونو  په مطالبه ثابت قدم دے  ،  پاکستان هر كال  5 اګست د یومِ استحصالِ کشمیر په نمانځلو  د هند اقدامات غندنه او  د کشمیري اولس سره د يو والي څرګندونه كوي ۔

مزید خبریں