اسلام آباد 05 اګست (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي پاكستان د جاپان ادارې"جائيکا" سره په اوو لسيزو اډانه همكارۍ ته ډېره په درنه سترګه ګوري٬ په مشكلو معاشي چيلنجز قابو وموندلے شو٬ اوس تل پاتې معاشي ترقۍ لپاره د اصلاحات عمل په تندۍ سره روان دے، يوازې په دريو كالو كښې سرکاري محصولات يو په دوه شوي۔ وزيراعظم د دې خيالاتو څرګندونه د جاپان انټرنيشنل …
پاکستان “جائيکا” سره په اوه لسيزو اډانه همكارۍ ته ډېره په درنه سترګه ګوري۔ د وزيراعظم شهباز شريف د جاپان پلاوي سره ملاقات كښې خبرې
اسلام آباد 05 اګست (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي پاكستان د جاپان ادارې”جائيکا” سره په اوو لسيزو اډانه همكارۍ ته ډېره په درنه سترګه ګوري٬ په مشكلو معاشي چيلنجز قابو وموندلے شو٬ اوس تل پاتې معاشي ترقۍ لپاره د اصلاحات عمل په تندۍ سره روان دے، يوازې په دريو كالو كښې سرکاري محصولات يو په دوه شوي۔ وزيراعظم د دې خيالاتو څرګندونه د جاپان انټرنيشنل کوآپريشن ايجنسي (جائيکا) صدر ډاکټر تاناکا آکي هيکو په مشرۍ كښې 9 كسېز پلاوي سره خپلو خبرو كښې وكړه چا چې د شورو په ورځ دوي سره ملاقات كولو ۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې په دې موقع وفاقي وزيران احسن اقبال، احد خان چيمه، ډاکټر مصدق مسعود ملک، حنيف عباسي، سردار اويس احمد خان لغاري، شزا فاطمه خواجه، خاص مرستيال سيد طارق فاطمي ، هارون اختر او د اړوند ادارو لوړ پوري هم موجود وو٬وزيراعظم ووئيل پاكستان د جاپان ادارې”جائيکا” سره په اوو لسيزو اډانه همكارۍ ته ډېره په درنه سترګه ګوري ۔ ده هيله څرګنده كړه چې د “جائيکا” صدر د پاکستان دوره به د دواړو هېوادونو اړيكې لا قوي كړي۔ وزيراعظم ووئيل په مشكل معاشي چيلنجز قابو وموندلے شو٬ اوس تل پاتې معاشي ترقۍ لپاره د اصلاحات عمل په تندۍ سره روان دے، د حکومتي اصلاحات په نتيجه كښې يوازې په دريو كالو كښې سرکاري محصولات دوه چنده شوي۔ وزيراعظم ووئيل ځوانانو ته هنر، تکنيکي تربيه او د عزت روزګار موقعې وركول او مېرمنې بااختياره جوړولو ته حكومت وړومبۍ پام لرنه كوي ، د معدنيات په څانګه كښې پرمختګ زمونږ په ترجيحات كښې شامل دے او په دې لړ كښې به د “جائيکا” د تکنيکي مرستې هركلے كوٶ۔ ده ووئيل د كوچنۍ او مېنځنۍ درجې کاروبار ته ترقي او ودې وركولو لپاره په سميډا كښې اصلاحات كولو سره دا يوه فعاله او موثره اداره جوړه كړې شوې ٬ د “جائيکا” “سميډا” سره مرسته به د كوچنۍ او مېنځنۍ درجې كاروبار ته ودې وركولو او په برامدات كښې اضافې لپاره ګټوره ثابت شي۔ وزيراعظم د “جائيکا” صدر سره په جاپان كښې په اوسنۍ زلزله كښې په قيمتي ځاني زيان د افسوس څرګندونه وكړه۔ ډاکټر تاناکا آکي هيکو په جاپان كښې د زلزلې له امله په قېمتي ځاني زيان د افسوس په څرګندونه د وزيراعظم مننه وكړه۔ ده په پاکستان كښې په ښه مېلمستيا د وزيراعظم مننې كولو سره ووئيل د “جائيکا” او پاکستان شراکت داري او مرسته يو اوږد تاريخ لري، “جائيکا” د صحت، تعليم، اربن و رورل ډوېلپمنټ ، فني و تکنيکي تربيې او د صنعتۍ ترقۍ پشمول بېلو څانګو كښې پاكستان سره مرستې ته لا پراختيا وركولو له چمتو ده۔ ډاکټر تاناکا آکي هيکو ووېيل د وفاقي او صوبائي حکومتونو د پرمختيائي ترجيحات له مخې مرسته به لا مضبوطولې شي۔ ده ووئيل د جاپان پشمول نړيواله ورورولي په مېنځني ختيز كښې امن لپاره د پاکستان د قيادت هڅو ته په درنه سترګه ګوري









