نائب وزيراعظم مقبوضه بېت المقدس سره اړونده وزارتي غونډه كښې ګډون  له عمان ته ورسېد

عمان ۔5 اګست(اے پی پی) نائب وزیراعظم/ خارجه وزير اسحاق ډار د اردن پلازمينه عمان ته ورسېد چرته به چې هغه بېت المقدس سره اړونده د اردن په كوربتوب كښې كېدونكې وزارتي غونډه كښې ګډون كوي۔ د شورو په ورځ د خارجه دفتر له مخې عمان ته په رسېدو د نائب وزير اعظم هركلے د اردن د خارجه وزارت د بشري حقونو ډائرېكټورېټ ډائرېكټر سجا المجالي ٬ په اردن كښې …

عمان ۔5 اګست(اے پی پی) نائب وزیراعظم/ خارجه وزير اسحاق ډار د اردن پلازمينه عمان ته ورسېد چرته به چې هغه بېت المقدس سره اړونده د اردن په كوربتوب كښې كېدونكې وزارتي غونډه كښې ګډون كوي۔ د شورو په ورځ د خارجه دفتر له مخې عمان ته په رسېدو د نائب وزير اعظم هركلے د اردن د خارجه وزارت د بشري حقونو ډائرېكټورېټ ډائرېكټر سجا المجالي ٬ په اردن كښې د پاكستان سفير مېجر جنرل (ر) خرم سرفراز خان او د سفارت خانې نورو چارواكو وكړو۔ نائب وزیراعظم به د شورو په ورځ په بېلو مصروفياتو كښې برخه اخلي په كومو كښې چې په وزارتي غونډه كښې ګډون ٬ د اردن شاه عبد الله سره ملاقات او د نورو هېوادونو خارجه وزيرانو سره دوه اړخيزه ملاقاتونه شامل دي۔ په دې ملاقاتونو كښې به د مقبوضه فلسطيني سيمو په صورتحال ٬ په سيمه ايزو او د شريكې خوښې په دوه اړخيزه معاملو د خيالاتو څرګندونه كولې شي۔