اسلام آباد05 اګست (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د کشمير وروڼو خوېندو سره د غېر متزلزل يووالي څرګندونې كولو سره وئيلي دي د جمو و کشمير شخړه په سوئيلي آسياء كښې امن و استحکام لپاره بنيادي او حل طلب مسئله ده، په منطقه كښې تل پاتې امن د طاقت استعمال يا يو اړخيزه اقدامات سره نا بلكې د کشميري اولس د هيلو او د ملګرو ملتونو د سلامتي …
د جمو و کشمير شخړه په سوئيلي آسياء كښې امن و استحکام لپاره بنيادي حل طلب مسئله ده٬ پاكستان به د كشميريانو سفارتي، سياسي او اخلاقي مرسته روانه ساتي۔ د وزيراعظم محمد شهباز شريف په يوم استحصال پېغام

مزید خبریں
اسلام آباد05 اګست (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د کشمير وروڼو خوېندو سره د غېر متزلزل يووالي څرګندونې كولو سره وئيلي دي د جمو و کشمير شخړه په سوئيلي آسياء كښې امن و استحکام لپاره بنيادي او حل طلب مسئله ده، په منطقه كښې تل پاتې امن د طاقت استعمال يا يو اړخيزه اقدامات سره نا بلكې د کشميري اولس د هيلو او د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د اړوند قراردادونو له مخې د شخړې سوله ايز او منصفانه هواري سره ممكن دے، پاكستان به د كشميريانو سفارتي، سياسي او اخلاقي مرسته روانه ساتي او د دوي غږ به په هر سيمه ايز او نړيوال فورم په مكمل تژګه پورته كولې شي۔ د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د كشمير يوم استحصال په موقع خپل جاري پېغام كښې وزيراعظم ووئيل نن د يوم استحصال په موقع د پاكستان حكومت او ټول قام د كشمير خپلو وروڼو خوېندو سره په بشپړه ډول د غېر متزلزل يووالي څرګندونه كوي او مونږ دا ورځ د دې عزم سره لمانځو چې نړۍ ته د هند د 5 اګست 2019 غير قانوني او د يو اړخيز اقدامات د سنګينۍ يادګېرنه وكړو د كومې د لارې چي هند په غېر قانوني توګه پخپله قبضه كښې د جمو و کشمير په نړيواله كچې منلے شوے متنازعه حيثيت د بدلولو هڅه كړې، دا اقدامات د نړيوال قانون او د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د اړوند قراردادونو بېخي خلاف ورزي ده۔ وزيراعظم ووئيل د اوو كالو تېرېدو باوجود دې غېر قانوني اقدامات نه خو د جمو و کشمير قانوني حيثيت بدل كړے شو او نه ئې د كشميريانو د خپلواكۍ جائز حق ترلاسه كولو پوخ عزم كمزورے كړے شو، دې اقدامات د هند رياستي جبر كښې زياتوالے وكړو ٬ بنيادي آزادۍ ئې محدود كړه او غېر قانوني قانون سازي او د انتظامي اقدامات د لارې ئې د مقبوضه سيمې آبادياتي تناسب بدلولو له ناوړه هڅې لا كړندۍ كړې۔ وزيراعظم ووئيل د هند په تسلط جمو و کشمير كښې د اولس حقيقي سياسي قيادت پرله پسې د پښو لاندې كول٬ د وګړو په آزادۍ بنديز لګول او د ميډيا په آزادۍ بنديز برقرار ساتل د تشويش سبب دے، د دې ستونزو باوجود د کشميريانو حوصله، استقامت او ثابت قدمي نن هم غېر متزلزل ده، د خپل ناقابل تنسيخ حق، د خپلواكۍ ترلاسه كولو لپاره سوله ايز او منصفانه هلې ځلې نن هم نسلونو لپاره د لارې مشال دي ، د کشميريانو مثالي هلې ځلې انصاف، د انساني وقار او د نړيوال قانون په سرلوړۍ باور لرونكو ټولو كسانو او قامونو له د ملاتړ او احترام مستحق دي۔ وزيراعظم شهباز شريف د کشمير وروڼو خوېندو سره د غېر متزلزل يووالي څرګندونې كولو سره ووئيل د جمو و کشمير شخړه په سوئيلي آسياء كښې امن و استحکام لپاره بنيادي او د اوږدې مودې حل طلب مسئله ده، په منطقه كښې تل پاتې امن د طاقت استعمال يا يو اړخيزه اقدامات سره نا بلكې د کشميري اولس د هيلو او د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د اړوند قراردادونو له مخې د شخړې سوله ايز او منصفانه هواري سره ممكن دے، پاكستان به د كشميريانو سفارتي، سياسي او اخلاقي حمايت مرسته روانه ساتي او د دوي غږ به په هر سيمه ايز او نړيوال فورم په مكمل طاقت پورته كولې شي۔











