اسلام آباد۔5 اګست(اے پی پی) صدر مملکت آصف علي زرداري وئيلي دي په سوئيلي آسيا كښې تلپاتي او عادلانه امن د جمو وكشمير شخړې سوله ايز حل سره تړلے دے٬ نن د كشمير استحصال ورځې په موقع د مقبوضه جمو وكشمير اولس سره د كوټلي يووالي پخلے كوو٬ مونږ د هغوي مړانه ٬ ثابت قدمۍ او د خپلواكۍ نه منسوخ كېدونكې حق ترلاسه كولو له د هغوي عادلانه ستړو ته …
سوئيلي آسيا كښې تلپاتې اوعادلانه امن د جمو وكشمير شخړې سوله ايز هواري سره تړلے دے: د صدر مملكت آصف علي زرداري د كشمير استحصال ورځې په موقع پېغام

مزید خبریں
اسلام آباد۔5 اګست(اے پی پی) صدر مملکت آصف علي زرداري وئيلي دي په سوئيلي آسيا كښې تلپاتي او عادلانه امن د جمو وكشمير شخړې سوله ايز حل سره تړلے دے٬ نن د كشمير استحصال ورځې په موقع د مقبوضه جمو وكشمير اولس سره د كوټلي يووالي پخلے كوو٬ مونږ د هغوي مړانه ٬ ثابت قدمۍ او د خپلواكۍ نه منسوخ كېدونكې حق ترلاسه كولو له د هغوي عادلانه ستړو ته پېرزوئنې وړاندې كوو۔ د ايوان صدر پرېس ونګ له مخې صدر مملكت د دې خيالاتو څرګندونه د كشمير استحصال ورځې په موقع خپل پېغام كښې وكړه۔ ده ووئيل نن د هند د 5 اګست 2019 د هغه غېر قانوني او يو اړخيزه اقدامات 7 كلونه بشپړ شول د كومو د لارې چې په نړيواله كچه او د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې د كشمير تسليم كړی شوے متنازعه حېثيت د بدلولو هڅه وكړې شوه۔ده ووئيل پاكتسان به د جمو وكشمير د اولس اخلاقي ٬ سياسي او سفارتي ملاتړ روان ساتي٬ مونږ به په هر يو نړيوال فورم خپل غږ تر هغې پورته كوو تر كومې چی د جمو وكشمېر شخړه د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل قراردادونو او د كشميري اولس د هيلو له مخې حل شوې نه وي۔ ده ووئيل په سوئيلي آسيا كښې تلپاتي او عادلانه امن د جمو وكشمير شخړې سوله ايز حل سره تړلے دے۔ صدر آصف علی زرداری په نړيواله ورورولۍ او په خاص توګه په ملګرو ملتونو زور راوړو چې هغه په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو د سنګين صورتحال نوټس واخلي او د دې پخوانۍ شخړې عادلانه حل كښې خپل كردار ترسره كړي۔ ده ووئيل كشميريانو ورونړو خوېندو ته زما دا پېغام دے چې پاكستان به تاسو سره تر هغه وخت يو برابر ولاړ وي تر كومې چې تاسو ته ستاسو د خپلواكۍ جائز حق ترلاسه شوے نه وي۔ ده دعا وكړه چې پاك پروردګار دې كشميري اولس ته صبر ٬ استقامت او د امن نعمت وركړي۔








