اسلام آباد 04 اګست (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار به په 5م اګست په اردن كښې د يروشلم په اړه وزارتي غونډه كښې ګډون كوي، نائب وزيراعظم و خارجه وزير به نن د شپې د اردن دوره ځي۔ د دې دورې بلنه د اردن نائب وزيراعظم و وزير خارجه ايمن الصفدي لخوا وركړې شوې۔ د خارجه دفتر لخوا د جاري بيان له مخې …
نائب وزيراعظم سينيټر محمد اسحاق ډار به په 5م اګست په اردن كښې د يروشلم په اړه وزارتي غونډه كښې ګډون كوي

مزید خبریں
اسلام آباد 04 اګست (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار به په 5م اګست په اردن كښې د يروشلم په اړه وزارتي غونډه كښې ګډون كوي، نائب وزيراعظم و خارجه وزير به نن د شپې د اردن دوره ځي۔ د دې دورې بلنه د اردن نائب وزيراعظم و وزير خارجه ايمن الصفدي لخوا وركړې شوې۔ د خارجه دفتر لخوا د جاري بيان له مخې په غونډه كښې به د عرب ليګ غړي هېوادونه او د پاکستان پشمول د اسلامي هېوادونو خارجه وزيران ګډون كوي٬ د غونډې مقصد د مقبوضه يروشلم په بيړه سره په خرابېدونكي صورتحال مشترکه او متفقه مؤقف اختيارول دي٬ د دورې په مهال هغه به ګډون كوٶنكو خارجه وزيرانو٬د اردن فرمانروا شاه عبدالله دوم بن الحسين سره ملاقات كوي۔ نائب وزيراعظم و خارجه وزير به په دې موقع د ګډون كوٶنكو هېوادونو خارجه وزير سره جلا جلا دوه اړخيزه ملاقاتونه هم كوي چې پكښې به د فلسطين پشمول د منطقې په تازه صورتحال او د شريكې خوښې په نورو چارو د خيالاتو څرګندونه كولې شي۔ د يروشلم په اړه په وزارتي غونډه كښې د پاکستان ګډون، فلسطيني اولس سره د پاکستان د اصولي مرستې او د كال 1967 نه وړاندې د پولو په بنياد د يو خپلواكه او په جغرافيائي توګه د متصل فلسطيني رياست جوړولو لپاره د پاکستان د غېر متزلزل عزم څرګندونه ده چې پايه تخت ئې القدس الشريف وي۔










